د لاس رسي وړ اتصالات

نوي امنیتي پیښې د اسلام‌اباد او کابل اړیکې ترینګلې کړي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کرښې په اوږدو کې د ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته، د پاکستان د پوځ لوی درستیز، سید عاصم منیر، یو ځل بیا په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو د دوام په اړه خبرداری ورکړی دی.

دا هغه دریځ دی چې پخوا هم د طالبانو د حکومت له غبرګون سره مخ شوی و او طالبانو پاکستان تورن کړی چې د عامو خلکو په استوګنځایونو بریدونه کوي.

د پاکستان د پوځ د لوی درستیز دغه څرګندونې، چې سرحدي سیمو ته د سفر پر مهال یې کړې دي، په داسې حال کې شوي چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې په افغانستان کې وسله‌والو ډلو ته د پناه ورکولو تورونه رد کړي او په ښکاره یې ویلي چې د پاکستان د امنیتي ستونزو او د هغوی د ځواکونو د کمزورۍ مسوول نه دی.

اسلام‌اباد په مشخص ډول د طالبانو حکومت تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشرانو ته پناه ورکوي او له نیابتي ډلو سره همکاري لري؛ خو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي دي.

د طالبانو حکومت ویلي چې په پاکستان کې وروستۍ ناامنۍ د هغه هېواد د امنیتي ځواکونو د کورنیو کمزوریو پایله ده او ټینګار یې کړی چې اسلام‌اباد باید د خپل امنیت په تامین کې د پاتې راتلو پړه پر کابل ونه اچوي.

طالب چارواکي همداراز ادعا کوي چې د پاکستان پوځ په خپلو وروستیو بریدونو کې ملکي تاسیسات او د کونړ ولایت یو پوهنتون هم په نښه کړی دی.

په همدې تړاو، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د بریدونو پر وړاندې خپل سخت اعتراض څرګند کړی دی؛ هغه اقدامات چې پاکستان یې “پرله‌پسې تبلیغات” بولي.

د پاکستان او افغانستان ترمنڅ نښتې تېره میاشت خپل اوج ته ورسېدې. د اوربند له پای ته رسېدو وروسته په تر ټولو خونړۍ پېښه کې، په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز هوايي برید وشو چې د طالبانو د چارواکو په وینا، شاوخوا ۴۱۰ کسان پکې ووژل شول او له ۲۵۰ څخه ډېر نور ټپیان شول.

همداراز، د دوشنبې ورځې په وروستیو بریدونو کې د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، ویلي چې دغو بریدونو ملکي زېربناوو ته پراخ زیان اړولی، چې پکې دوه ښوونځي، یو روغتیايي کلینیک او ه دوه جوماتونه شامل دي.

له بلې خوا، د سعودي عربستان، چین، قطر او ترکیې په څېر هېوادونو د نړیوال منځګړیتوب هڅې تر اوسه یوازې د کوچني اختر په ورځو کې یو لنډمهال اوربندونو ته لاره هواره کړه، خو کومه دوامداره موافقه نه ده رامنځته شوې.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک، خبرداری ورکړی چې دغو نښتو د سیمې زیانمن خلک له جدي خطر سره مخ کړي او بشري مرستو ته یې اړتیا په بې‌ساري ډول زیاته کړې ده.

د نوموړي په وینا، د دې وضعیت دوام نه یوازې امنیتي ستونزې زیاتوي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم سخت زیانمنوي او مهم سرحدي لارې په پرله‌پسې ډول تړل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG