د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د سولې بله غونډه په کابل کې کیږي


ګډونوالو د افغان حکومت او طالبانو ډلو د استازیو ترمنځ د سملاسي نیغ په نیغه خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ.
ګډونوالو د افغان حکومت او طالبانو ډلو د استازیو ترمنځ د سملاسي نیغ په نیغه خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي به د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په ۱۸ په کابل کې په راتلونکې غونډې کې د "لار نقشه" په اړه خبرې اترې وکړي.

د هغې اعلامیې په بنسټ چې د افغانستان د سولې او پخلاینې په اړه د افغانستان، چین، پاکستان او متحده ایالاتو د همغږۍ د څلور اړخیزې غونډې په پای کې خپره شوه ،ټولو اړخونو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سملاسي نیغ په نیغه خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی دی چې موخه یې د افغانستان د یووالي، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ښودل کیږي.

په نننۍ غونډه کې طالبانو برخه نه درلوده او څرگنده نه ده چې په راتلونکې اونۍ کې به په کابل طالبان په خبرو کې برخه واخلي که نه؟

د اسلام آباد په غونډه کې چې نن د جنورۍ په ۱۱ وشوه د افغانستان استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي کاوه. همداشان د پاکستان له لورې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعزاز احمد چودهري، د امریکا له خوا افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ریچارډ اولسن او د چین له خوا د افغانستان لپاره د چین د ولسي جمهوریت ځانګړي استازي دینگ شیجون برخه اخیستې وه.

د څلور اړخیزې غونډې یوه څنډه
د څلور اړخیزې غونډې یوه څنډه

ټولو څلورو هېوادونو په افغانستان کې د شخړې چې پر افغان ولس باندې تاوتریخوالی تپلی او همداراز یې په ټولې سیمې کې ناامنۍ ته لار هواره کړې، د پایته رسولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG