د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او افغانستان د جګړې اتمه ورځ؛ دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کوي

ملګري ملتونه وايي په دغې جګړې کې ولسي خلکو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي دي
ملګري ملتونه وايي په دغې جګړې کې ولسي خلکو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي دي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه په داسې حال کې اتمې ورځې ته داخله شوې ده، چې لا یې د ختمېدو کوم څرک نه لګي.

پاکستاني او طالب مقامات یو بل ته د درنو تلفاتو د اوښتو ادعا کوي او وايي چې په یو بل باندې یې ځکمني او هوايي بریدونه روان دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ تېره ورځ (فبروري څلورمه) په خپل رسمي ایکس حساب کې ولیکل چې تر دې دمه یې په دغې جګړې کې «۴۸۱ طالبان وژلي او ۶۹۶ نور یې ژوبل کړي» دي.

ده همدغه راز ادعا کړې ده چې په دغو بریدونو کې یې د افغان لوري « ۲۲۶ پوستې ویجاړې کړې، ۳۵ پوستې یې نیولې، ۱۹۸ ټانګونه ا و پوځي موټرونه او تجهیزات ویجاړي کړ او په ۵۶ موقعیتونو باندې» یې بریدونه کړي دي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ادعا کوي چې د پاکستان په بلوچستان کې یې د پاکستان د پوځ په یو مرکز د بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی.

په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي تېره ورځ (فبروري څلورمه) په خپل ایکس کې ولیکل چې په کندهار کې یې « دفاعي ځواکونو د پاکستان پوځي رژیم ۷ پوستې په مکمله توګه فتحه، لسګونه تنه عسکر یې هلاک او ټپیان شول، ۷ میله سپکې او درنې وسلې، ۸ قابه د شپې او ورځې دوربینان» یې نیولي دي.

طالب مقامات وايي چې په یوې تازه پېښې کې یې د لوګر ولایت د ابچکان په سیمې کې یې د پاکستان یوه بې پیلوټه الوتکه هم نسکوره کړې ده.

په کابل او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې هم عیني شاهدانو د پاکستان د الوتکو بمبارۍ لیدلې دي.

دا چې د جګړو لومړیو کرښو ته د خبریالانو ورتګ سخت دی، له همدې کبله په خپلواک ډول د دواړو لوریو د ادعاو ثابتول ناممکن بلل کېږي.

څه باندې یوه اونۍ مخکې پاکستانۍ الوتکو په کابل او د افغانستان په ځینو نورو سیمو هوايي بریدونه وکړل، پاکستاني مطبوعات وايي چې دا بریدونه یې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ په غړو او مرکزونو کړي دي.

پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو مرکزونه په افغانستان کې دي او له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه پلان کوي او عملي کوي.

خو افغان طالبان دا تورونه دروي او وايي چې هېچاته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو په ضد کار واخلي.

افغان طالبان وايي چې د پاکستان د دغو بریدونو په ځواب کې یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په مرکزونو هوايي او ځمکني بریدونه پيل کړي دي.

ملګري ملتونه وايي وايي چې په دغو جګړو کې ولسي خلکو ته هم درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي او ملکي تاسیسات زیانمن شوي دي.

یوناما څو ورځې مخکې په خپل راپور کې وویل چې ‎په دغې جګړې په افغانستان کې تر دې دمه « ۴۲ ولسي افغانان وژل شوي او ۱۰۴ تنه» ژوبل شوي دي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د دغې جګړې له کبله په افغانستان کې ۶۶۰۰۰ کسان بې ځایه شوی دي. ملګري ملتونه په دغې جګړې کې د ولسي تلفاتو په اړه ژوره خواشیني ښودلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG