د لاس رسي وړ اتصالات

سي بي ایس: ایران خپلې الوتکې پاکستان او افغانستان ته لیږلي

د ارشیف عکس: د ایران له ځمکې لاندې پوځي تاسیسات
د ارشیف عکس: د ایران له ځمکې لاندې پوځي تاسیسات

سي بي ایس خبري شبکې د څو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ایران خپلې ګڼ شمېر الوتکې پاکستان او افغانستان ته لیږلي دي ترڅو د امریکا په بریدونو کې د زیانمنیدو څخه وژغورل شي.

په داسې حال کې چې پاکستان د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسیدو او ډیپلوماټیک حل لپاره منځګړیتوب کوي، امریکایي چارواکو ویلي چې پاکستان "په خاموشۍ سره د ایران پوځي الوتکو ته اجازه ورکړې چې د دې هیواد په هوايي ډګرونو کې کښیني ترڅو د امریکا د هوايي بریدونو څخه خوندي پاتې شي."

دغو امریکايي چارواکو، چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي، سي بي ایس ته ویلي چې د ایران سره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند له اعلان څو ورځې وروسته، تهران خپلې ګڼ شمېر پوځي الوتکې د پاکستان د راولپنډۍ ښار ته نږدې نور خان هوايي اډې ته ولیږدولې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سي بي ایس راپور "ګمراه کوونکی او حساسیت پارونکی" بللی دی. دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې "هغه ایراني الوتکې چې اوس مهال په پاکستان کې دي، د اوربند په جریان کې هیواد ته ننوتلي او د کوم پوځي احتمالي یا امنیتي ترتیباتو سره هیڅ تړاو نلري."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې ایراني الوتکې "د دې لپاره په پاکستان کې وې چې د سولې نورې خبرې اترې پلان شي." په بیان کې زیاته شوې چې پاکستان تل د بې طرفه اسانتیا برابرونکي په توګه عمل کړی او د "ټولو اړوندو خواوو" سره یې شفافیت ښودلی دی.

سي بي ایس دا هم راپور ورکړی چې، پداسې حال کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان خاوره کې د ایراني الوتکې موجودیت رد کړی، د طالبانو د هوايي چلند یوه چارواکي رسنیو ته ویلي چې د جګړې څخه مخکې د ایران د ماهان هوايي شرکت یوازې یوه ملکي الوتکه د کابل په هوايي ډګر کې راښکته شوې وه، چې د جګړې له پیل وروسته په کابل کې پاتې شوه او ایران خپل هوايي حریم وتړلو.

طالب چارواکي سي بي ایس ته وویل چې د پاکستاني هوايي بریدونو په رڼا کې، د طالبانو د حکومت د هوايي چلند چارواکو پریکړه وکړه چې د امنیتي اندیښنو له امله د ماهان هوايي شرکت الوتکه له کابل څخه هرات ولایت ته انتقال کړي ترڅو د پاکستاني پوځي ځواکونو له بریدونو څخه خوندي شي.

د ایران سره د اوربند له پیل دمخه، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لوړ پوړو امریکایي پوځي چارواکو راپور ورکړی و چې د ایران د هوايي دفاع شاوخوا ۸۰ سلنه ځواکونه د امریکا د پوځي بریدونو له امله ویجاړ شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG