د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان امریکایي ډپلومات ته د وتلو اجازه ورکړه


پاکستان هغه امریکایي ډپلومات ته د دغه ملک نه د وتلو اجازه ورکړه چې په یوې ټرافیکې پیښې کې یې یو تن وژلی او بل زخمي کړی و.

پاکستان د هغه په سفر بندیز لگولی و او هغه د څو اونیو راهیسې په اسلام اباد کې د امریکا په سفارت کې و.

د امریکا امنیتي چارواکو امریکاغږ ته تائید کړیده چې د امریکا ډپلومات جوسف ایمانول هال به د یکشنبې په ورځ امریکا ته سفر کاوه خو د پاکستان حکومت ورته اجازه ورنکړه او هغه بیرته د امریکا سفارت ته لاړ. د دوشنبې په ورځ د هغې نه وروسته چې پاکستاني چارواکو د هغه نوم د سفر د بندیز د لسټ نه لیرې کړ، هغه ته د پاکستان نه افغانستان ته د تگ اجازه ورکړل شوه.

پاکستاني چارواکو تر اوسه پورې پدې اړه څه تبصره نده کړی. د امریکا د سفارت ویاند هم د تبصرې نه ډډه کړې.

د یادونې وړ ده چې تیره میاشت په اسلام اباد کې یو امریکایي اتاشي په یوې ټرافیکي پیښې کې یو کس چې په موټرسایکل سپور و، وواژه او بل یې سخت زخمي کړ. پاکستان دا ویل چې په پیښه کې د ککړ اتاشي جوزیف ایمانول هال نه تحقیقات کوي. د امریکا سفارت وایي چې پدی اړه به همکارۍ ته دوام ورکړي.

د دغې پیښې نه وروسته د دواړو ملکونو حکومتونو د یو بل په ډپلوماتانو د سفر د محدودولو پریکړه وکړه.

XS
SM
MD
LG