د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه؛ دواړه خواوې یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي

د جمعې په شپه د ډیورېنډ کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له جګړې وروسته دواړه خواوې یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعاوې کوي.

د پاکستان پوځي مقاماتو رسنیو ته ومنله چې د افغان لوري په بریدونو کې یې ۱۲ سرتېري وژل شوي، ۲۷ نور ژوبل دي او یو یې تری تم دی.

خو وايي چې په ځوابي عملیاتو کې یې ۲۲۸ طالب جنګیالي وژلي، ۳۲۴ نور یې ژوبل کړي او ۷۴ پوستې یې هم ترې نیولې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت بیا ویلي دي چې په دغو بریدونو کې یې ۵۵ پاکستاني عسکر وژلي او ۱۹ پوستې یې نیولې دي. طالبان وايي د دوی اته جنګیالي هم وژل شوي او په ننګرهار کې د کډوالو په یو کمپ کې د پاکستان د توغندي په یو برید کې ۱۳ تنه ژوبل شوي هم دي.

دوی وايي چې دا بریدونه څو ورځې مخکې په افغانستان باندې د پاکستان د هوايي بریدونو په ځواب کې کړي دي.

په همدې حال کې پاکستان الوتکو په ننګرهار، کابل، پکتیکا او کندهار کې هم هوايي بریدونه کړي، طالب مقامات وايي چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې چاته زیان رسېدلی نه دی.

افغان لوري هم ادعا کوي چې په پاکستان کې د ننه یې هوايي بریدونه کړي او پاکستان منلې ده چې درې بي پیلوټه الوتکې په پاکستان کې غورځېدلي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي، چې دا «زموږ ترمنځ ازاده جګړه» ده.

د پاکستان حکومت وايي چې د دغه هېواد صدراعظم شهباز شریف له پوځي مقاماتو سره لیدلي او د روان امنیتي وضعیت په اړه ورته معلومات ورکړل شوي دي.

دوی وايي چې شریف بیا تاکید وکړي چې « د پاکستان په ضد غلیمانه اعمالو او د ترهګرۍ په اړه صفر زغم» لري.

تر دې مخکې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په طالبانو غږ کړی و چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خپلو ژمنو عمل وکړي او دا ډاډ دې ورکړي چې له افغانستان څخه به ترهګریز بریدونه نه کېږي.

اسلام اباد ادعا کوي چې کابل اورپکو ته ځای ورکړی او له هغه ځای څخه د پاکستان په ضد بریدونه کېږي، خو کابل دا ادعاوې ردوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG