د لاس رسي وړ اتصالات

پمپېو او قریشي د افغانستان په اړه خبرې کړي


د امریکا د بهرنو چارو لوړپوړې چارواکي ویلي چې امریکا د طالبانو خبرو ته د اماده کولو په لړ کې پاکستان ته ضرورت لري

د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو په واشنگټن کې د پاکستان د بهرنو چارو د وزیر شاه محمود قریشي سره ملاقات وکړ. پدغه ملاقات کې دواړو مشرانو د اړیکو د ښه کولو په اهمیت ټینگار وکړ.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت دا خبره څرگنده کړیده چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو اساس به په افغانستان کې د سولې د پروسې سره همکاري وي.

امریکا د پاکستان نه غواړي چې د افغانستان د سولې په پروسې کې همکاري وکړي او هغه وسله وال چې پاکستان یې پناهځای دي، د هغوي ضد عملیات وکړي.

د پاکستان او امریکا دواړو لوړپوړو چارواکو ویلي چې غواړي د دواړو ملکونو اړېکې ښې شي خو په افغانستان کې جگړه په دغه لړ کې یو لوی خنډ دی.

د امریکا د بهرنو چارو د وزارت یوې لوړپوړې چارواکې اایلس ویلز امریکا غږ ته وویل چې د دواړو مشرانو د ملاقات هدف د افغانستان په اړه خبرې دي. هغې وویل "مونږ پدی اړه ډیر څرگند دریځ لرو چې دا ایتلاف به په افغانستان کې د سولې او ټینگښت سره پیلیږي. ولسمشر ټرمپ پدې اړه خپله مایوسي ښودلې ده چې پاکستان د طالبانو خبرو ته د اماده کولو په لړ کې پوره همکاري نده شوی."

د پاکستان نوي حکومت پرله پسې ویلي دي چې غواړي د امریکا سره د اړیکو نوی دور پیل کړي. خو د امریکا د بهرنو چارو د وزارت ویاندې هیدر نیورټ وایي چې پاکستان تروسه پورې پدې اړه عملي اقدامات ندې اخیستي.

هغه وایي "زما په فکر پاکستان د یوې مودې راهیسې دغه خبره کوي خو څه عملې اقدامات یې ندې اخیستي. مونږ هغې ته انتظار باسو."

د پاکستان امریکا دواړو مشرانو ویلي چې ملاقات یې گټور و.

XS
SM
MD
LG