د لاس رسي وړ اتصالات

له مولانا سمیع الحق غوښتل شوي د سولې خبرو کې منځګړی شي


مولانا سمیع الحق د افغان طالبانو "معنوي پلار" بلل کیږي
مولانا سمیع الحق د افغان طالبانو "معنوي پلار" بلل کیږي

په خیبرپښتونخوا کې د حقانې مدرسه وايي مولانا سمیع الحق له یو افغان پلاوي سره په افغانستان کې د"جهاد" د ختمېدو په اړه خبرې کړي دي.

د حقاني په مدرسه کې زرګونه خلک درس وايي او د طالب وسله والو ډېر جګړه ماران او مشران په همدغې مدرسې کې تعلیم کړی او یا له همدې مدرسې فارغان شوي دي.

مولانا سمیع الحق د افغان وسله والو طالبانو "معنوي پلار" هم بلل کیږي او په افغانستان کې د طالبانو د روان جنګ کلک ملاتړی دی.

د حقانې مدرسې چارواکي وایي ښاغلي سمیع الحق د دوشنبې په شپه (اکتوبر۲) له افغان پلاوي سره لیدلي دي. په پلاوي کې د سولې د عالي شورا غړی عطاالله لودین، قسیم حلیمي او نور چارواکي شامل وو.

اسوشیتډپرس د حقاني مدرسې د چارواکو له خولې لیکلي دي چې سمیع الله حق ورغلي پلاوي ته وویل" زه هم غواړم چې جهاد ختم شي، وینې توېدنه ختمه شي افغانستان ازاد شي او اسلام په کې حاکم شي."

نوموړي د افغان او پاکستاني دیني عالمانو د یوې پټې غونډې د جوړولو وړاندیز هم کړی دی، داسې غونډه چې د هغه په خبره امریکایي چارواکي په کې نه وي.

د افغانستان د عالمانو شورا په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې پاکستان ته ورغلي پلاوي د هغه هېواد له یو شمېر سیاسي او مذهبي مشرانو سره "د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د دیني عالمانو د همغږي کولو" په برخه کې خبرې کړي دي.

اعلامیه وايي د پاکستان د جماعت علمای اسلام د ډلې مشر مولانا سمیع الحق هم ژمنه وکړې چې د سولې په برخه کې به د افغانستان د دیني عالمانو له شورا سره همکاري او مرسته کوي.

تېره جمعه د عطا الله لودین په مشرۍ د افغانستان د دیني عالمانو د شورا یو اوه کسیز پلاوی د پاکستان له دیني عالمانو سره د دواړو هیوادونو د دیني عالمانو د ګډې غونډې د جوړیدو په اړه خبرو لپاره اسلام اباد ته ولاړ.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري امریکا غږ ویلي وو چې پلاوی به د پاکستان له دیني عالمانو سره خبرې وکړي.

کابل په وار وار دا خبره کړې ده چې د پاکستان په مدرسو کې افغانانو او نورو ته "افراطیت" ښودل کیږي او بیا له هغه ځای نه افغانستان ته د جنګ لپاره استول کیږي، خو پاکستاني چارواکي دا تورونه نه مني.

افغان حکومت همدغه راز پاکستان تورنوي چې طالب مشرانو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی، روزي، پالي او بیا یې افغانستان ته د ورانکاریو لپاره ته استوي.

ولسمشر ټرمپ تېرکال د جنوبي آسیا او افغانستان لپاره په خپلې اعلان شوې تګلارې کې پر پاکستان غږ وکړ چې یا دې له خپلې خاورې ترهګر وشړي او یا دې یې مرکزونه ور وتړي، خو پاکستان دا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG