د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال باجوه: د امریکا مالي مرستې نه، باور مو پکار دی


د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه د ټرمپ هغه تورونه په سختۍ رد کړیدي چې وایي پاکستان د امریکا نه په ملیاردو ډالرې مرستې تر لاسه کوي او د هغو ترهگرو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې په امریکایي عسکرو حملې کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه د امریکا د سفیر ډیوډ هیل سره په ملاقات کې وویل "مونږ هیڅ ډول مالي مرستې نه غواړو، خو غواړو امریکا په مونږ باور وکړي او په دی جنگ کې چې مونږ څومره قربانۍ ورکړیدي د هغې پیژندل لو منل غواړو."

د امریکا ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ د افغانستان په هکله په خپلې نوې تگلارې کې د پاکستان په رول هم خبرې وکړی او وې ویل چې په افغانستان کې د امنیت لپاره په پاکستان فشار اچول ضروي دي او وې ویل چې نور دې پاکستان خپل چلند بدل کړي کنه ډیر څه به د لاسه ورکړي.

ټرمپ وویل چې په افغانستان او پاکستان کې زمونږ اهداف څرگند دي او هغه د ترهگرو د پناه ځایونو ختمول دي. هغه وویل چې پاکستان د امریکا نه په ملیاردونو ډالر مالي مرستې ترلاسه کوي او په هماغو پیسو ترهگر پالي.

باجوه وویل چې په افغانستان کې سوله د پاکستان لپاره هم ډیره مهمه ده

جنرال باجوه وویل "مونږ د سولې د راوستلو لپاره تر خپل وسه کوښښ کړیدی او خپل کوښښ ته به ادامه ورکړو. دغه کوښښونه مونږ د چا د خوشحالولو لپاره نه بلکه د خپل ملک او ولس د حفاظت لپاره کوو."

د پاکستان د پوځ لوی درستیز ټینگار وکړ چې د افغانستان د جگړې د ختمیدو لپاره پکار ده چې ټول په یو ځای کار وکړي.

XS
SM
MD
LG