د پاکستان د پوځ مشرعاصم منیر د دوشنبې په ورځ تهران ته رسیدلی. دا سفر داسې وخت کې کېږي چې پاکستان له ایران سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې زیاتوي او امریکا پر تهران او د هغه پر سوداګریزو شریکانو اقتصادي فشارونه لا پیاوړي کوي.
پاکستاني چارواکي وايي، د منیر سفر د سیمهییزې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د اسلاماباد د هڅو یوه برخه ده. نوموړی د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره یوځای تهران ته تللی دی.
د پاکستان د پوځ مشر سفر څخه وړاندې ، تیره اوونۍ خبر ورکړل شوی و چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې په ټیلیفون کې خبرې هم کړي.
تمه ده چې عاصم منیر په تهران کې له لوړپوړو ایراني چارواکو او هغو کسانو سره هم وګوري چې د ایران له ستر رهبر، ایتالله مجتبی خامنهیي، سره نږدې اړیکې لري.
پاکستان پدې هلو ځلو سره هڅه کوي چې د سیمې د یوه منځګړي په توګه خپل رول وساتي. اسلاماباد له ایران سره اقتصادي اړیکې جاري ساتلې او په تېرو مواردو کې یې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په اسانتیا کې هم رول لوبولی دی.
واشنګټن د ایران د سوداګریزې شبکې او هغو هېوادونو او شرکتونو پر وړاندې د لا سختو مالي اقداماتو د چمتو کولو په حال کې دی چې له ایران سره پراخې اقتصادي راکړې ورکړې لري.
ایران په ځواب کې خبرداری ورکړی چې که هغه څه چې تهران یې «اقتصادي جګړه» بولي دوام ومومي، ښايي د خلیج له لارې د تېلو پر صادراتو اقدامات وکړي.
پاکستان په داسې مهال له تهران سره مستقیمه اړیکه نیسي چې امریکا پر ایران اقتصادي فشارونه زیاتوي او نورو هېوادونو ته هم د ایران د اقتصاد د ملاتړ د احتمالي پایلو په اړه خبرداری ورکوي.
د واشنګټن لپاره، اقتصادي فشارونه د تهران پر وړاندې د امریکا د تګلارې یوه مهمه برخه پاتې کېږي. په ورته وخت کې، د پاکستان دیپلوماتیکه هڅه کولای شي د سیمې د اړیکو لپاره یوه بله لاره برابره کړي، پرته له دې چې د امریکا په رسمي دریځ کې کوم بدلون رامنځته شي.
فورم \ دبحث خونه