د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان لوی درستیز کابل ته راځي


که جنرال باجوه سبا کابل ته راشي،دا به افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا د نوې ستراتیژۍ د اعلان وروسته د هغه لومړی سفر وي.

پاکستاني سرچینې وایي چې ټاکل شوې د دغه هیواد د پوځ مشر جنرال قمر باجوه به د یکشنبې په ورځ د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته لاړ شي.

که څه هم افغانستان ته د پاکستان د پوځ د مشر د سفر په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته ویلي چې ټاکل شوې جنرال باجوه به د یکشنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان له جمهوررئیس محمد اشرف غني، او د افغان حکومت له نورو چارواکو سره خبرې وکړي.

دغې سرچینې د جمهوررئیس محمد اشرف غني سره د جنرال باجوه د خبرو مهم ټکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دواړخیزو امنیتي اړیکو پراختیا او د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د سرحد مدیریت په اړه مسایل ښودلي دي.

تمه کیږي چې جنرال باجوه به د افغان حکومت د مشرانو سره په خبرو کېیو ځل بیاد پاکستان له خوا د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په اړه خپل وړاندیز تکر ار کړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت هم افغانستان ته د لوی درستیز باجوه د سفر په هکله خبریالانو ته د معلوماتو د ورکولو لپاره په دغه سفارت کې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د رئیس جنرال اصف غفور لپاره نن دوه بجې د خبري کنفرانس د جوړیدو اعلان کړی و، خو وروسته دغه سفارت وویل چې دا کنفرانس بل وخت ته ځنډیدلی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت هم کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر باجوه سفر تائید کړی، خو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د امریکا د جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ له خوا د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د ستراتیژۍ د اعلان وروسته دا افغانستان ته د پاکستان د پوځ د مشر لومړی سفر دی.

دا سفر د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د سختو لفظي شخړو په اوج کې ترسره کیږي. په وروستیو اونیو کې د دواړو هیوادونو مشرانو یو لړ داسې څرګندونې کړي چې ورسره د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې لا خړې پړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG