د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې یو هلیکوپتر لویدلی او دوه پیلوټان او دوه عسکر مړه شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د پاکستان ګلګت سیمه کې د یوې پوځي هلیکوپتر د لوېدلو پېښه کې دوه پیلوټان او دوه پاکستاني عسکر مړه شوي دي.

د پاکستان د پوځ «ISPR» مطبوعاتي څانګې د اعلامیې له مخې دا هلیکوپتر د تخنیکي ستونزو له امله نن یکشنبه ډسمبر۲۷ (مرغومې۷) د ګلګت په بالیستان سیمه کې لوېدلې ده.

د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې هلیکوپټر په سیمه کې د پاکستان د یوه وژل شوي عسکر د را انتقالولو لپاره تللې وه چې سقوط یې کړی دی.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې د معلوماتو په اساس په دغه پېښه کې هلیکوپټر هم له منځه تللې ده.

د پاکستان ګلګت بالیستان یوه ستراتیژیکه مهمه غرنۍ سیمه ده چې د چین، افغانستان او د هند تر کنترول لاندې کشمیر سره سرحد لري.

دا په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ څلورمه څرخي الوتکه ده چې لوییږي.

XS
SM
MD
LG