د لاس رسي وړ اتصالات

پر کونړ د پاکستاني ملېشو راکټي بریدونه؛ طالبان: بې تفاوته نه پاتې کیږو


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د کونړ ولایت پر ځینو سیمو د پاکستاني ملېشو لخوا د توغندیو وېشتلو د راپورونو سره هم مهاله، د طالبانو د دفاع وزارت وایي چې پر افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د یرغل او راکټي بریدونو په اړه به بې تفاوته پاتې نشي.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خورازمي د شنبې په ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومې څلورمه) په کابل کې خبریالانو ته وویل: "د اسلامي امارت پالیسي داده چې د خاورې، خلکو او د خپل هیواد د سرحداتو په اړه بې تفاوته نه دی او که چیري کوم وخت د ګاونډیو هیوادونو لخوا یرغل کیږي او یا راکټي حملې کیږي بې تفاوته نه دی."

د کونړ ولایت ځینو اوسېدونکو نن شنبه امریکا غږ ته وویل چې پاکستانیو ملېشو د دغه ولایت پر مروره، شلطن او سرکاڼو ولسوالیو توغندي ویشتلي دي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا دا تازه بریدونه شاوخوا یوه اونۍ کیږي چې د کونړ پر ځينو سیمو پیل شوي دي.

تر دا مهاله د کونړ پر ځینو سیمو د پاکستاني ملېشو د تازه توغول شوو راکټونو له امله د ځاني او مالي زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو دفاع وزارت بیا ویلي چې اوس مهال په دغه سیمه کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

د دغه وزارت ویاند ټینګار کړی چې طالب سرتیرو د ګاونډیو هیوادونو ټولو تعرضي او راکټي بریدونو ته «بالمثل جواب» ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په ځينو سیمو کې د طالب سرتیرو او پاکستانۍ ملېشې ترمنځ د جنجالونو راپورته کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

تیره اونۍ د طالبانو د دفاع وزارت ویاند وویل چې طالب جنګیالیو د ډیورند په کرښه د پاکستان د پوځ له لورې د کتارو او موانعو د جوړولو مخنیوی کړی دی.

تیره اونۍ د دفاع د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیورنډ کرښې له صفري نقطې څخه لیدنه کړې وه.

د افغانستان ملي تلویزیون د راپور له مخې د طالبانو لوی درستیز له پاکستان سره پر ډیورند کرښه پرتو طالب سرتیرو له چمتووالي څخه لیدنه کړې او هغوی یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړي دي.

خو د طالبانو د دفاع وزارت ویاند وايي چې د ښاغلي فطرت سفر پر ډيورند کرښه د طالب سرتیرو او پاکستانیو ملېشو ترمنځ له وروستیو راپورته شوو جنجالونو سره تړاو نلري.

XS
SM
MD
LG