د لاس رسي وړ اتصالات

غفور: په افغانستان کې تشدد په پاکستان پورې تړاو نلري


"پاکستان د خپلې خاورې نه ټول ترهگر چې پکې د حقاني ډله هم شامله ده، ختم کړیدي او په افغانستان کې روان تشدد د پاکستان سره تړاو نلري."

دغه ادعاگانې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور گلف نیوز' ته په مرکې کې کړیده. هغه وویل چې د دغو ترهگرو په ضد په جگړې کې ٧٥ زره پاکستاني وگړي وژل شویدي او پدی برسیره د ملیاردو ډالرو مالي تاوان یې هم گاللی دی.

د پاکستان د دغو ادعاگانو باوجود امریکا په پاکستان تور لگوي چې په خپل ملک کې یې د ترهگرو په ضد اړ اقدامونو ندي کړي. اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

تیره اونۍ د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي په واشنگټن کې د امریکا د ولسمشر د مرستیال مایک پینس سره په ملاقات کې وویل چې امریکا دې د پاکستان سره د طالبانو ته د ماتې ورکولو په خاطر یوځاې کار وکړي.

د امریکا سپینې ماڼۍ وویل چې مایک پنس په دغه ملاقات کې د ولسمشر ټرمپ هغه غوښتنه تکرار کړه چې پاکستان دې د ترهگرو په ضد پپاوړی گامونه پورته کړي او ترهگرو ته دې د خپلې خاورې استعمالولو اجازه ور نکړي.

جنرال اصف غفور دا هم وویل چې په افغانستان کې روان تشدد د پاکستان سره تړاو نلري. هغه وویل چې د پاکستان د پوځ د عملیاتو د وجې په دغه ملک کې په ترهگریز بریدونو کې ډیر کموالی راغلی دی.

د یادونې وړ ده چې پاکستاني چارواکي د امریکا ته په پرله پسې توگه دا غوښتي دي چې امریکا دې ورسره د ترهگرو په هکله استخباراتي معلومات شریک کړي.

XS
SM
MD
LG