د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: پاکستان زمونږ غوښتنې لا ندي پوره کړي


د ننگرهار ولایت سره د پاکستان سرحدي سیمه
د ننگرهار ولایت سره د پاکستان سرحدي سیمه

امریکایي مقاماتو ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو تر اوسه د پاکستان له لورې د سخت دریځو ډلو لکه د حقاني شبکې پر ضد د پام وړ اقدامات ندي لیدلي.

امریکایي مقاماتو ویلي چې د پاکستان حکومت په هغه هیوادکې د میشتو ترهگرو د ځپلو لپاره لازم ادقامات ندي کړي او په همدې دلیل متحده ایالاتو د جنورۍ په میاشت کې پاکستان ته خپلې امنیتي مرستې چې دوه میلیارده ډالر کیږي ځنډولي دي.

واشنگټن پدې باور دی چې سخت دریځه په پاکستان کې د پټیدو خوندي ځایونه لري او له هغه ځایه په افغانستان کې په میشتو نړیوالو ځواکونو د بریدونو بندوبست کوي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې وویل چې د پاکستان په هغه هیواد کې د میشتو سخت دریځو پر وړاندې د مثبتو اقداماتو شاهد دی.

پدې ترڅ کې د رویټرز اژانس د یو امریکایي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي لیکلي دي "فکر کوم چې پاکستان زمونږ د غوښتنې په وړاندې ځوابګویه دی."

دغه امریکایي مقاماتو ویلي دي چې د پاکستان حکومت یواځې ډیر لږ د امریکا غوښتنې ته ځواب ویلی دی.

امریکایي مقاماتو پاکستان ته ویلي دي چې که هغوی د ځنډول شویو امنیتي مرستو بیرته جاري کول غواړي باید په هغه هیواد کې د میشتو ترهگرو او سخت دریځو ډلو پر وړاندې مشخص اقدامات وکړي.

په دې ترڅ کې د امریکا د مرکزي ځواکونو قوماندان جنرال جوزف ویټال د تیرې چهارشنبې په ورځ د د امریکا د کانگرس په استماعیه غونډه کې ویلي چې پر پاکستان باندې د امریکا د متحده ایالاتو د فشارونو سره سره اسلام آباد اوس هم د افغانستان سره په سرحدي سیمو کې له طالبانو او نورو ترهگرو ډلو نه ملاتړ کوي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پاکستان اوس په افغانستان کې د ترهگریزو فعالیتونو نه ملاتړ کوي او که نه، جنرال ویټال وویل چې د اسلام آباد د یو شمیر مثبتو اقداماتو شاهد دی، خو ټینگار یې وکړ چې "درته نه شم ویلی چې آیا د قاطع بدلونونو شاهد یو او که نه."

XS
SM
MD
LG