د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ سیمټ او غوښه ولې خرڅوي؟


د پاکستان د اسلام اباد د عالي محکمې قاضي شوکت صدیقي وایي چې د نړۍ د یو ملک پوځ هم کاروبار او سوداگري نه کوي نو د پاکستان پوځ یې ولې کوي.

د اسلام اباد د عالي محکمې قاضي د پاکستان د پوځ د تجارت په کولو سختې نیوکې کړیدي او پوښتي یې دي چې پوځ ولي د سیمټو نه واخله د غوښې پورې شیان خرڅوي.

دا لومړنې ځل ندی چې د پوځ په سوداگرۍ نیوکې کیږي. د پاکستان پیپلز گوند سناتور فرحت الله بابر دوه کاله پخوا هم د پاکستان په سنا کې د پوځ د تجارت په اړه پوښتنې کړې وی، په ځواب کې د هغه وخت د دفاع وزیر خواجه اصف د پوځ په دغه ډول فعالیتونو سخت انتقاد کړی و.

ښاغلي اصف وویل چې پوځ ٥٠ ډوله کاروبارونه کوي چې په هغې کې د ځمکو، کورونو، ښوونځیو، روغتونو، ریستورانونو برسیره د سمټو، لرگو، گاز او داسې نورو شیانو خرڅلاو شامل دی.

د پاکستان پخواني څارنوال انور منصور امریکا غږ ته وویل چې د پاکستان د پوځ دغه ټول کاروبارونه قانوني دي.

د دفاعي چارو کارپوه عایشه صدیقه د پاکستان د پوځ په کاروبارونو یو کتاب لیکلې دی، هغه لیکي چې پوځ د دغه سوداگرۍ نه په ملیاردو ډالره گټي.

د پاکستان پوځ بیا وایي چې په دغه کتاب کې شوي ادعاوې ناسمې دي.

XS
SM
MD
LG