د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ وایي په انتخاباتو کې مداخله نه کوي


د پاکستان د پوځ ویاند د چارشنبې په ورځ (جولایي ١٩) د سنا یوې کمیټې ته ویلي چې پوځ په انتخاباتو کې په مستقیمه توگه رول نه لري.

جنرال اصف غفور وویل چې په انتخاباتو کې هیڅ ډول مداخله نه کوي او یواځې د انتخاباتو امنیت لپاره به پوځ په ټول ملک کې ځای پر ځای کیږي.

پدغه غونډه کې د پاکستان د پوځ او ملکي ادارو لوړپوړو چارواکو گډون کړی و.

ښاغلي غفور وویل چې د انتخاباتو په ورځ به په ټول ملک کې شاوخوا څلور سوه زره عسکر د امنیت لپاره ځای په ځای کوي.

د پاکستان مسلم لیگ گوند یوې سناتورې کلثوم پروین پوښتنه وکړه چې تیره اونۍ په بلوچستان کې په یو برید کې د ١٥٠ نه زیات کسان ووژل شول، هلته یو څومره عسکر ځای پر ځای کړیدي نو اصف غفور وویل چې دا زمونږ کار دی چې څومره عسکر چبرته لیږو.

د پاکستان په پوځ لدی کبله سختې نیوکې کیږي چې په انتخاباتو کې د خپلې خوښې د کاندیدانو د کامیابۍ لپاره د خپل نفوذ نه کار اخلي.

نه یواځې د مختلفو گوندونو سیاستمدارانو بلکه د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون هم په یو رپورټ کې په دی اندیښنه څرگنده کړیده چې د پاکستان پوځ په انتخاباتو کې مداخله کوي او د پاکستان مسلم لیگ نون د گوند د غړیو ضد اقدامات کوي.

د عوامي نیشنل گوند بشری گوهر هم په خپل ټویټر په پرله پسې ټویټونو کې په پوځ تور لگوي. هغې په یو ټویټ کې لیکي. "خلایي مخلوق سختې ډیرې هڅې کوي چې انتخابات د زور، نفوذ، سانسور، اخطارونو د لاری په خپله گټه استعمال کړي. ولس به د پنډۍ ټول پلانونه د ناکامۍ سره مخ کړي او د هغوي کاندیدانو ته به رای نه ورنکړي"

د پاکستان د پوځ د ویاند ننۍ څرگندونې هغه تورونو ته ځواب ویل و چې د تیرو څو میاشتو نه په پاکستان کې په خاصه توگه په ټولنیزو رسنیو په هغوي لگول کیږي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG