د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون پوځ ټاکنو کې په مداخلې تورن کړ


د پاکستان د بشري حقونو کمیسون پوځ په انتخاباتو کې په مداخلې تورن کړ
د پاکستان د بشري حقونو کمیسون پوځ په انتخاباتو کې په مداخلې تورن کړ

د پاکستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسون وايي چې د پاکستان پوځ په ښکاره هلې ځلې کوي چې په ټاکنو کې خپلې مداخلې ته لار پرانیزی.

په پاکستان کې د جولاۍ په ۲۵ انتخابات کیږي.

دا کمیسیون د دوشنبې په ورځ (جولاۍ۱۶) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د پاکستان پوځ د پخواني صدراعظم نواز شریف او د مسلم لیګ ګوند پر ځینو نورو غړو فشار راوړی چې خپل ګوند ته له وفادارۍ لاس واخلي او له ځینو نورو یې غوښتل شوي چې انتخاباتي سیالۍ پریږدي.

نواز شریف تېره اونۍ پاکستان ته له رسېدو سم ونیول شو او زنداني شو. د پاکستان محکمې ښاغلی شریف د فساد په تور په لسو کلونو بند محکوم کړی دی.

خو د پاکستان د بشري حقونو کمیسون وايي چې د دغه هېواد پوځ له دې لارې هلې ځلې کوي چې د نواز شریف ګوند له واکه ګوښه او لېرې کړي.

کمسیون همدغه راز د پاکستان د انتخاباتو د کمیسیون هغه پرېکړه عجیبه ګڼلې چې غواړي د انتخاباتي مرکزونو د امنیت لپاره ۳۵۰زره امنیتي سرتېري ځای پر ځای شي، کمیسیون غوښتنه کړې ده چې د دې پر ځای باید د انتخاباتي کمپاینونو امنیت خوندي کړل شي.

د بشري حقونو کمیسیون داسې مهال په انتخاباتو کې د پوځ د مداخلې په اړه اندېښنه ښودلې چې په دغه هېواد کې په انتخاباتي کمپاینونو باندې په یو لړ بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG