د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د X شبکه لا هم بنده ده ؛ حکومت دوه خبریالان نیولي


آزاد خبریال اسد علي طور د یوټیوب په چینل کې ۱۶۰ زره ګډون کوونکي لري
آزاد خبریال اسد علي طور د یوټیوب په چینل کې ۱۶۰ زره ګډون کوونکي لري

پداسې حال کې چې په پاکستان کې لسمه ورځ ده چې په پرله پسې توګه د اکس ټولنیزه شبکې خدمات ګډوډ دي، چارواکو دوشنبه فبروري ۲۶ (کب اوومه) یو بل خبریال هم ونیوه.

د تحقیقاتو فدرالي ادارې (FIA) آزاد خبریال اسد علي طور چې د X په شبکې کې نږدې ۳ سوه زره تقیبونکي او د یوټیوب په چینل کې ۱۶۰ زره ګډون کوونکي لري، په سیمه ایز وخت دوشنبه ماښام ونیوه.

د ښاغلي طور مدافع وکیلې ایمان زینب مزاري-حاضر ویلي چې په اسلام آباد کې د FIA د سایبري جنایت راپور ورکولو څانګې دا خبریال د تحقیقاتو لپاره ورغوښتی و او دا تور یې پرې لګولی و چې د پاکستان قاضي القضات په ګډون یې د جګپوړو قاضیانو په خلاف په ټولنیزو شبکو کې "مضره تبلیغات" کول.

دي مدافع وکیلې د اکس په ټولنیزې شبکې کې په پاکستان کې د خبریالانو سره چلند "ډاروونکی" وباله.

هغې لیکلي، " د اساسي قانون محکمې باید خپل نقش ادا کړي تر څو یقیني کړي چې بنسټیز حقونه پدې بڼه په ښکاره توګه تر پښو لاندې نشي".

د تحقیقاتو فدرالي ادارې او د پاکستان حکومت تر اوسه د دې خبریال په نیول کیدو تبصره نده کړې. د بشري حقونو ادارو او خبریالانو د ښاغلي طور په نیول کیدو غصه څرګنده کړې.

اسامه خلجی چې د ډیجیټلي حقونو فعال دی د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې په پاکستان د بیان په آزادۍ بریدونه قوي شوي. هغه لیکلي چې خبریالان یوازې د "راپور ورکولو، انتقادي پوښتنو کولو او ریښتیا ویلو په خاطر نیول کیږي"

ښاغلي خلجي دا یادونه هم کړې چې نیول شوي خبریال یو شمیر هغو پریکړو باندې انتقاد کړی و چې د پاکستان قاضي القضات فایز عیسی تازه کړیدي.

هغه لیکلي، " آیا ستره محکمه د انتقاد کولو پورته ده؟ آیا د مطبوعاتو رول له کاره لویدلی؟ آیا دا اوس هم دیموکراسي ده؟"

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مرستیالې او د تلویزیوني خبرو اترو کوربنه منیزي جهانګیر بیا ویلي چې پلان لري د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د دې خبریال نیول کیدو او بیان آزادۍ په خلاف لاریون وکړي.

میرمن جهانګیر لیکلي چې د خبریال اسد طور نیول کیدل باید وغندل شي.

دا پدې تیرو څو ورځو کې دویم خبریال دی چې پاکستاني چارواکي یې نیسي.

پولیسو د همدې تیرې پنجشنبې په ورځ د پنجاب په ولایت کې د یو بل نوموتي خبریال عمران ریاض خان په کور چاپه واچوله او هغه یې د فساد په تور ونیوه.

خو ښاغلی ریاض چې یو ځل مخکې هم نیول شوی و او نږدې پنځه میاشتې تری تم و، وایي چې هیڅ غلط کار یې ندی کړی او د جمعې په ورځ یې په محکمې کې قاضي ته وویل چې پدې خاطر نیول شوی چې په پارلماني انتخاباتو کې د شویو درغلیو په هکله یې راپور ورکاوه.

ریاض خان ادعا کوي چې تیر ځل د پاکستان استخباراتي ادارو نیولی و او تر پنځو میاشتو پورې یې شکنجه ورکړې. هغه د X په شبکې کې ۵.۶ ملیونه تقیبوونکي لري او د یوټیوب چینل یې بیا ۴.۶ ملیونه ګډون کوونکي لري.

پاکستان کې دا خبریالان داسې مهال نیول کیږي چې پدې هیواد کې لسمه ورځ ده چې په پرله پسې توګه د اکس شبکه بنده ده.

په پاکستان کې د ایکس ټولنیزې شبکې خدمات هغه مهال بند شول، چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان چې اوس وخت په زندان کې دی، د تحریک انصاف ګوند د فبرورۍ د اتمې په پارلماني ټاکنو کې د درغلیو پر ضد خپل احتجاج اعلان کړ او له خپلو له پلویانو یې وغوښتل چې د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه په ټولیزه مظاهرو کې برخه واخلي.

دا لومړی ځل ندی چې پاکستاني چارواکي پدې تیرو څو ورځو کې د ټولنیزو شبکو خدمات ګډوډي. تر انتخاباتو وړاندې هم کله چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند غړیو چې په غونډو یې بندیز لګیدلی و او غوښتل یې آنلاین جلسې وکړي، چارواکو د ټولنیزو شبکو خدمات محدود کړي و چې د بشري حقونو سازمانانو دا کار غندلی.

په پاکستان کې د انتخاباتو په ورځ هم په ټول هیواد کې د انټرنیټ خدمات بند و.

سره لدې چې د کورنیو چارو وزارت ویلي دا کار یې د امنیتي دلایلو په خاطر کړی خو منتقدین وایي چې د انتخاباتو مسؤلینو په همدې توګه د انتخاباتو په نتیجو کې لاسوهنو ته شرایط برابر کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG