د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې شپږمه ورځ ده چې په پرله پسې توګه د ایکس ټولنیزې شبکې خدمات ګډوډ دي


تراوسه د ایکس ټولنیزې شبکې د خدماتو د ګډوډۍ په اړه نه یواځې د پاکستان د مخابراتو چارواکو څه نه دي ویلي، بلکې حکومتي چارواکو هم د خبري اژانسونو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
تراوسه د ایکس ټولنیزې شبکې د خدماتو د ګډوډۍ په اړه نه یواځې د پاکستان د مخابراتو چارواکو څه نه دي ویلي، بلکې حکومتي چارواکو هم د خبري اژانسونو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

وروسته له هغه چې د پاکستان په عمومي ټاکنو کې د درغلیو تورونه ولګول شول، دا پرله پسې شپږمه ورځ ده چې پدغه هېواد کې د ایکس ټولنیزې شبکې خدمات ګډوډ دي.

تراوسه ددغه ټولنیزې شبکې د خدماتو د ګډوډۍ په اړه نه یواځې د پاکستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکو څه نه دي ویلي، بلکې ددغه هېواد حکومتي چارواکو هم د خبري اژانسونو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

دا پداسې حال کې دی چې د بشري حقونو فعالانو په پاکستان کې د بشپړ انټرنټي خدماتو د فعالولو او ټولنیزو رسنیو ته د لاسرسي غوښتنه کړې ده. همدارنګه واشنګټن هم له اسلام اباده غوښتي چې پر ایکس شبکې بندیزونه لرې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر، د چهارشنبې په ورځ، فبرورۍ ۲۱مه، په یو بیان کې، په پاکستان کې د بیان ازادۍ د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وویل: "موږ له پاکستان څخه غواړو چې د بیان ازادۍ ته درناوي وکړي او په هغه هېواد کې د ایکس ټولنیزې شبکې په ګډون، پر ټولنیزو رسنیو محدویتونه لیرې کړي. همدارنګه موږ د پاکستاني چارواکو سره د خپلو خبرو اترو په لړ کې د دې بنسټیزو ازادیو د درناوي په اهمیت ټینګار وکړو."

په پاکستان کې د ایکس ټولنیزې شبکې خدمات نږدې یوه اوونۍ وړاندې هغه مهال بند شول، چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان چې اوس وخت په زندان کې دی، د تحریک انصاف ګوند د فبرورۍ د اتمې په پارلماني ټاکنو کې د درغلیو پر ضد خپل احتجاج اعلان کړ او له خپلو له پلویانو یې وغوښتل چې د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه په ټولیزه مظاهرو کې برخه واخلي.

د فبرورۍ د اتمې په ټولټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند، ټاکنیز کمپاین له ننګونو سره مخامخ شو. که څه هم ددغه ګوند غړي د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال تر فشار لاندې وو، خو دوی د خپلواکو نوماندانو په توګه ټاکنو ته ودریدل او د خپلو سیاسي سیالانو پر وړاندې یې خپل ځواک وښود. د پاکستان تحریک انصاف ګوند ملاتړو د نورو لویو ګوندونو په پرتله په پارلمان کې تر ټولو ډېرې څوکۍ وګټلې.

خو ددې سره سره، دغه ګوند ادعا کوي چې په ټولټاکنو کې درغلۍ شوي او پاکستاني چارواکو په ټاکنو کې د دې ګوند د ډېرو کاندیدانو د بریا مخه یې نیولې. د پاکستان د ټولټاکنو کمیسیون دغه ادعا رد کړې ده.

پدغه ورځ چې تمه کیده له تاوتریخوالي سره به مل وي، یو لړ امنیتي پیښې رامنځته شوې او لږترلږه اووه تنه ووژل شول. د پاکستان د پارلماني ټاکنو پدغه ورځ تر ټولوخونړۍ پېښه په دیره اسماعیل خان کې هغه مهال رامنځته شوه چې د پولیسو ګزمې موټر باندې يو ځای پرځای شوی ماین وچاودید او په پيښه کې لږ تر لږه د پولیسو پنځه مامورین ووژل شول.

د پاکستان حکومت د ټولټاکنو د امنیت د ټینګښت لپاره څه باندې ۶۵۰ زره پوځ، پولیس او ملیشه ځواکونه ګمارلي وو. همدا راز د امنیتي تدابیرو د یوې برخې په توګه، په ټول پاکستان کې مخابراتي خدمات بند شوي او له افغانستان او ایران سره د دغه هیواد پولې تړل شوې وو.

ټولنیزې رسنۍ اکثرا د لاریون د تنظیمونکو لخوا د لاریونونو د ترسره کولو او په اړه یې د خبرونو د خپرولو لپاره کارول کیږي.

په پاکستان کې له ټاکنو وروسته سیاسي بې ثباتي زیاته شوې ده. ددغه هېواد د ټاکنو د څار اداره په رایو کې د درغلیو په اړه د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) تورونه ردوي. دغه ګوند د پنجشنبې په ورځ،‌ فبرورۍ ۲۲ ( کب دریمه) وویل چې د چارواکو لخوا د ایکس پر شبکې بندیزونه، په ټولنیزو رسنیو کې د دوی د غږونو د غلی کولو لپاره وضع شوي دي.

دا پداسې حال کې دی چې د پاکستان د پخواني صدراعظم شهباز شریف په ګډون د عمران خان سیالان هڅه کوي چې یو ایتلافي حکومت جوړ کړي. ښاغلي شریف په ۲۰۲۲ کال کې وروسته له هغه د عمران خان ځای ناستی شو چې نوموړي (عمران خان) په پارلمان کې د نه باور رایې له لارې له واکه لرې شو.

له هغه وروسته، عمران خان باندې یو شمېر تورونه لګول شوي، کوم چې د هغه ملاتړي یې له واک څخه د هغه د لرې کولو لپاره سیاسي هڅه بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG