د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پاکستان پر اوو شرکتونو بندیزونه ولګول


امریکا وايي دغو شرکتونو د متحدو ایالتونو د ګټو پر ضد فعالیتونه کول
امریکا وايي دغو شرکتونو د متحدو ایالتونو د ګټو پر ضد فعالیتونه کول

د امریکا د تجارت وزارت وايي د پاکستان پر هغو اوو سیاسي او غیر سیاسي شرکتونو او ادارو یې بندیزونه ولګول چې د پاکستان د میزایلو د پروګرام سره تړلي دي.

وزارت وايي د دغو سازمانونو نومونه د امریکا د صادراتو د مقرراتو د ادارې په لست کې ورشامل شول. په دغو اوو شرکتونو کې حکومتي، سیاسي او شخصي ادارې شامل دي.

د پاکستان معتبرې ورځپاڼې،ډان، د راپور له مخې د امریکا د تجارت وزارت په اطلاعیه کې راغلي چې دا په ډاګه شوې چې "دغو اوو شرکتونو/ادارو د متحدو ایالتونو د ملي امنیت، بهرنۍ تګلارې او ملي ګټو پر ضد فعالیتونه کړي دي".

خو وزارت د دغو شرکتونو او ادارو نومونه نه دي ښودلي او نه یې هم ویلي چې هغوی څه ډول سرغړونه کړې ده او یا کوم ډول منع کړل شوي مواد یې وارد او صادر کړي دي.

پاکستاني چارواکو د امریکا د دغه اقدام په اړه کوم غبرګون نه دي ښودلی، خو تل یې ویلي چې د هغوی د میزایلو او اتومي پروګرام مصونه او د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان له تګلارو سره برابر دی.

په همدې حال کې پاکستاني ساینسپوه ډاکټر سمر مبارک مند د امریکا غږ اردو څانګې ته ویلي چې د پاکستان اتومي پروګرام غښتلی دی او هېڅ ډول بندیز پرې فشار نشي راوړلی.

پاکستان له هند سره تربکني لري او دا دواړه هېوادونه اتومي وسلې لري. خو ډېر کارپوهان په پاکستان کې داورپکو ډلو موجودیت او فعالیتونو ته په کتو اندېښنه لري چې هسې نه کومه ورځ د پاکستان اتومي وسلې یې لاس ته ورشي.

XS
SM
MD
LG