د لاس رسي وړ اتصالات

"د ټرمپ له خوا د پاکستان صفت" غوغا رامنځ ته کړې


یو شمیر نړیوالو رسنیو د ښاغلي ټرمپ او شریف د تلیفوني مکالمې د متن د رښتینوالي په اړه شک او تردید څرگند کړی
یو شمیر نړیوالو رسنیو د ښاغلي ټرمپ او شریف د تلیفوني مکالمې د متن د رښتینوالي په اړه شک او تردید څرگند کړی

وروسته له هغې چې د پاکستان د صدراعظم دفتر د امریکا د متحده ایالاتو د منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ او د پاکستان د صدراعظم نواز شریف د تلیفوني مکالمې متن خپور کړ د ښاغلي شریف او د هغه د هیواد په هکله د ټرمپ له لورې زیات صفت دومره حیرانونکی و چې ددغې مکالمې د متن د رښتینوالي په اړه یې شکونه رامنځ کړل.

د پاکستان د حکومت د خبر پاڼې له مخې د امریکا د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ په تلیفوني مکالمه کې نواز شریف یو فوق العاده شخص او پاکستان یو خارق العاده هیواد گڼلی دی.

ښاغلی ټرمپ چې دمخه د پاکستان د سختو منتقدینو څخه شمیرل کیده د پاکستان او د هغه هیواد د مشر په اړه په داسې له توصیفه ډکو خبرو سره ډیر خلک حیران کړي دي.

تلیفوني اړیکه د نواز شریف له لورې نیول شوی وه او هدف یې ښاغلي ټرمپ ته د مبارکۍ ویل وو.

د ښاغلي ټرمپ ټیم دا تائید کړې ده چې د امریکا منتخب جمهور رئیس د نواز شریف سره تلیفوني خبرې درلودلي دي، خو ددې مکالمې د متن په اړه یې چې د پاکستان حکومت خپره کړې تر اوسه څه نه دي ذکر کړي.

په دې ترڅ کې، یو شمیر نړیوالو رسنیو د ښاغلي ټرمپ او شریف د تلیفوني مکالمې د متن د رښتینوالي په اړه د شک او تردید په څرگندولو سره د بحث وړ مطالب خپاره کړي دي.

د گاردین ورځپاڼې په داسې حال کې چې د پاکستان د حکومت له لورې په خپرې شوې مکالمې کې د ذکر شویو صفاتو کټ مټوالی له احتماله لېرې گڼي، لیکلي دي چې ټرمپ ته په منسبو یو شمیر عبارتونو کې د یو پاکستاني لیکوال او یا ښایي پخپله د نواز شریف د لیکنې بڼه حس کیدای شي. د نواز شریف د انگلیسي خبرو کولو په بڼې باندې ځنی وخت ملنډې ویل کیږي.

د امریکا مشهورې تلویزیوني شبکې سي ان ان په یو رپوټ کې چې ددې موضوع په اړه لیکلي، د پاکستان د حکومت له لورې د دونالد ټرمپ او نواز شریف د تلیفوني مکالمې د متن خپرول د "دیپلوماتیک عرف نه سرغړونه" گڼلې ده.

په اړیکو کې لوړې او ژورې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا، وویل چې ښاغلي ټرمپ ددې مکالمې په ترڅ کې پاکستانیان د ډیرو هوښیارو خلکو له ډلې څخه بللي او ژمنه یې کړې چې د پاکستان سره به د هغه هیواد د ستونزو په حل کولو کې مرسته وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ ددغو څرگندونو هرکلی کړی.

ښاغلي زکریا وویل: "دغه تلیفوني مکالمه د ښه نیت له مخې شوې چې د پاکستان د صدراعظم له لورې د منتخب جمهور رئیس سره وشوه. مونږ د متحده ایالاتو سره خپلو اړیکو ته ډیر اهمیت ورکوو. مونږ د متحده ایالاتو سره پخوانۍ اړیکې لرو او د هغې غښتلتیا غواړو."

د اسلام آباد او واشنگټن اړیکې په دې وروستیو کلونو وروسته له هغې خړې پړې شوی چې متحده ایالاتو پاکستان اسلامپالو سخت دریځو ته په پناه ورکولو تورن کړ، هغه تور چې پاکستان رد کړی دی.

د نواز شریف د دفتر د یوې اعلامیې له مخې دونالد ټرمپ ویلي دي چې نواز شریف "ډیر ښه شهرت" لري او "یو عالي شخصیت" دی. هغه کارونه چې نواز شریف یې ترسره کوي فوق العاده او څرگند دي.

ددې اعلامیې له مخې ښاغلي ټرمپ ویلي دي چې شخصاً د پاکستان د ستونزو حوارولو ته تیار دی.

که څه هم د پاکستان د صدراعظم دفتر د هغو مشکلاتو په هکله چې ښاغلي ټرمپ یې د حل کولو لپاره تیاری ښودلی معلومات نه دي وړاندې کړي، او نه یې هم ویلي چې پر دونالد ټرمپ باندې په دقیقه توگه د ښاغلي شریف کوم یو اقدام اثر کړی دی.

په ٢٠١٣ کې له انتخاباتو ورسته ښاغلي شریف د پاکستان اقتصاد د ښه کیدو لور ته سوق کړ او د پوځ له لورې د سخت دریځو له ځپلو څخه امنیت هم یو څه ښه شو، خو د اسلامپالو سخت دریځو پرله پسې او پراخو حملو امنیت له بد حالت سره مخامخ کړی او د هغه هیواد اقتصاد هم له آزمون سره مخامخ دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ددې هیواد صدراعظم له ښاغلي ټرمپ نه غوښتي دي چې پاکستان ته سفر وکړي او هغه دغه بلنه منلې ده.

د جنوبي آسیا په هکله د ښاغلي ټرمپ د سیاست په اړه لږ معلومات موجود دي، خو د مشرانو ترمنځ د گرمو خبرو څخه داسې بریښي چې د ښاغلي ټرمپ تر مشرۍ لاندې به اړیکې راژوندۍ شي او هغه اندیښنې چې د ښاغلي ټرمپ له خوا د مسلمانانو ضد څرگندونو په وجه په اسلام آباد کې رامنځ ته شوي هغه به هم رفع شي.

دونالد ټرمپ د پاکستان د گاونډي سیال هند سره تجارتي اړیکې لري چې په پاکستان کې یې اندیښنې زیږولي دي. د رویترز اژانس د رپوټ له مخې پاکستان اندیښمن دی چې دغه ډول اړیکې کیدای شي د دونالد ټرمپ جمهوري ریاست نور هم هند ته نژدې کړي.

پاکستان په پرله پسې توگه د متحده ایالاتو څخه پوځي او تعلمي مرستې ترلاسه کوي، خو د امریکا کانگرس ددې مرستو یو شمیر ځنډولي دي او د هغې دلیل یې د افغان طالبانو پر ضد اقدام ته د پاکستان نه لیوالتیا گڼل شوی ده.

د پاکستان او متحده ایالاتو اړیکې د می په میاشت کې هغه وخت ټیټې کچې ته ورسیدې چې یوې بې پیلوټه امریکایي الوتکې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په خاوره کې له منځه یووړ.

XS
SM
MD
LG