د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د اسامه بن لادن د رپوټ خپرولو غوښتنه شوې


اسامه بن لادن په کال ٢٠١١ کې په ایبټ آباد کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو
اسامه بن لادن په کال ٢٠١١ کې په ایبټ آباد کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو

په پاکستان کې د جبري بې درکه شویو کسانو د پیښو د څیړلو د کمیسیون مشر متقاعد قاضي جاوید اقبال وایي حکومت دې د ایبټ آباد د پیښې رپوټ په ډاگه کړي.

د پاکستان یو متقاعد قاضي جاوید اقبال د سنا مجلس د داخلي چارو کمیټې په غونډه کې د اسامه بن لادن د وژلو د قضیې د څیړلو لپاره د ټاکل شوي کمیسیون د رپوټ د خپرولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي اقبال چې په پاکستان کې د جبري بې درکه شویو کسانو د پیښو د څیړلو د کمیسیون مشر دی همدغه راز وویل چې په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن د اوسیدو په اړه دې هم معلومات خپاره شي.

د سنا له غونډې وروسته ښاغلي اقبال د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت د ایبټ آباد کمیسیون رپوټ له پامه غورځولی دی او د ځانگړي کمیسیون له خوا حکومت ته ورکړل شويو وړاندیزونو ته هم پاملرنه نه کیږي.

د امریکا غږ ډیوې رادیو خبریال د ښاغلي اقبال له خولې وایي چې په دې رپوټ کې په پاکستان کې د اسامه بن لادن د اوسیدو لپاره د زمینې د برابرولو مسولین په نښه شوي او دا هم جوته شوی چې چا غفلت کړی دی.

په کال ٢٠١١ کې په ایبټ آباد کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د اسامه بن لادن له وژلو وروسته په پاکستان کې د هغه وخت واکمن گوند پیپلز پارټۍ یو کمیسيون وټاکه چې دغه پیښه وڅیړي. خو پخواني حکومت او هم د نواز شریف د مسلم لیک گوند اوسني حکومت ددغې کمیسیون د رپوټ له خپرولو نه ډډه کړې.

په نړیواله کچه د پاکستاني پوځي او استخباراتي ادارو او د نریوالو ترهګرو ډلو تر منځ د اړیکو په اړه پراخ شکونه شته خو پاکستاني چارواکو له دغو ډلو سره هر راز اړیکي لرل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG