د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د دې هېواد پنځه پولیس افسران د وسلوالو کسانو په یو برید کې وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس، برید د سه شنبې په ورځ (د ډسمبر۲۳) د خیبرپښتونخوا په کرک سیمې کې د پولیسو په موټر شوی.
په سیمه کې د پولیسو چارواکو ویلي چې دا موټر لمړی په جوړ شوي چاودېدونکي توکو په نښه شو او وروسته وسلوالو ورباندې برید وکړ.
د پاکستان لمړي وزیر، شهباز شریف، دا برید غندلی.
تراوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې ندی منلی. خو اسلام اباد په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې مېشتې وسلوالې ډلې له هغه هېواد څخه د پاکستان په خلاف بریدونه تنظیموي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعا ردوي او وایي چې هېڅ وسلوالې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې فعالیت او یا له دغه ځای څخه د کوم بل هېواد لپاره ګواښ پیښ کړي.
فورم \ دبحث خونه