په پاکستان کې رسنیو خبر ورکړی چې په خیبرپښتونخوا ایالت کې د سړک د غاړې د یوه بم د چاودنې له امله، لږترلږه شپړ پولیس وژل شوي دي.
چارواکو ویلي چې دا چاودنه د دوشنبي په ورځ (د جنورۍ ۱۲) په ټانک سیمه کې هغه مهال وشوه چې د پولیسو موټر د یو ځای په ځای شوي بم هدف وګرځېد.
د راپورونو په اساس د وژل شویو پولیسو مړي سیمه ایز روغتون ته لېږدول شوي او په سیمه کې پراخ (پوځي) عملیات روان دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې لمړي وزیر، شهباز شریف، د دې چاودنې په تړاو د "عاجلو پلټنو" امر کړی او ویلي یې دي چې د پیښې عاملین باید د قانون منګولو ته ورسپارل شي.
د پاکستان لمړي وزیر ټینګار کړی چې حکومت ژمن دی چې ترهګري له منځه یوسي.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی، خو اسلام اباد تل ادعا لري چې دا ډول بریدونه د تحریک طالبان پاکستان د ډلې له لوري ترسره کیږي او وایي چې افغان طالبان دې ډلې ته په افغانستان کې پناه ورکړې ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت، د پاکستان ادعا بې بنسټه بولي او ټینګار لري چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د کوم بل هېواد په ضد کار واخلي.
فورم \ دبحث خونه