د لاس رسي وړ اتصالات

د پېښور 'امن مېله' کې د افغان کډوالو پر ستونزمن ژوند اندېښنه ښودل شوې


د خیبر پښتنونخوا په پېښور پوهنتون کې د امن میلې په نامه مراسم
د خیبر پښتنونخوا په پېښور پوهنتون کې د امن میلې په نامه مراسم

د خیبر پښتنونخوا په پېښور پوهنتون کې د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰ (کب اول) د امن میلې په نامه د دریو ورځنیو مراسمو په وروستۍ ورځ د ”ترهګرۍ ضد په نامه عملیاتو“ کې د پښتنو قبایلي سیمو او د افغانستان بې کوره شویو خلکو ته د اوښتي بشري ناورین په باب اندېښنه وښودل شوه.

د غونډې ویناوالو ویل چې د ”ضرب عضب“ په نامه د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې نه یوازې د پښتنو د قبایلي سیمو (مخکینۍ فاټا) بې کوره شویو خلکو ته بلکې افغان کډوالو ته هم له هره پلوه ډېر زیات تاوانونه رسېدلي دي.

د دوی په وینا له تېرو څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان په میلیونونه کډوال په پاکستان کې میشت دي خو تراوسه یې په اړه ددې هیواد حکومتونو هېڅ روښانه تګلاره نه ده ټاکلې او نه یې د هغوی د ژوند ژواک د ښه کولو کوم بندوبست کړی دی.

د پېښور پوهنتون د سیاسي علومو د څانګې مشره ډاکټره شاهده امان چې د دې غونډې له ویناوالو څخه وه، وايي، په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل په ګډون پرله پسې په څو څپو کې په میلیونونه افغانانو پاکستان ته هجرت ته کړی دی.

هغه وایي: «د افغان کډوالو تر ټولو زیات کیمپونه په خیبر پښتونخوا کې دي، زموږ صوبه د وسایلو له پلوه د ملک کمزورې صوبه ده، په دغه کیمپونو کې د عامه صحت هېڅ بندوبست نشته، د تعلیم هېڅ بندوبست نشته، زه خپله دغه کیمپونو ته تللې یم، هلته ښځې ډېرې زیاتې رواني ناروغۍ لري، ترڅو چې یې هغوی د ښارونو لویو روغتونونو ته د درملنې لپاره نه وي وړې، په دې کیمپونو کې د هغوی هېڅ علاج نشي کېدلای. په کیمپونو کې هېڅ مسلکي ډاکټر نشته.»

ډاکټره شاهده امان زیاتوي، کله چې یې د خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو په کیمپونو کې له خلکو وپوښتل، نو داسې کورنۍ هم وې، چې شپه یې په نهاره تېره کړې وه: «د کمپونو مهاجر هېڅ کار روزګار نه لري، دوی خپل کورونه په روزانه چلوي، که کومه ورځ کار نه وي نو شپه یې په لوږه تېره شي.»

د سیاسي علومو د څانګې مشره ډاکټره شاهده امان وايي، په پاکستان کې دولتي او غیر دولتي ادارې داوړه دې د افغان کډوالو ژوند ته پام واوړي: «د پاکستان حکومت دې په لومړي سر کې په دې ملک کې اوسېدونکي ټول افغان کډوال راجسټر کړي، په دې سره به حکومت ته د دوی شمېر معلوم شي، د هغې په اساس به ورته د صحي او تعلیمي څانګو جوړولو کې اسانیتاوې برابرې شي. بله دا چې حکومت باید د افغان کډوالو لپاره په حکومتي کچه یوه تګلاره وټاکي، تر دا مهاله خو حکومت د دوی په باب هېڅ پالیسي نه لري.»

نوموړې زیاتوي، چې د افغان کډوالو جبري ستنونه دې هم ودرول شي. په کیمپونو کې دې ورته ښوونځیو بندوبست وشي: «د نږدې یو لک نفوسو په کمپ کې د نجونو لپاره تر لسم ټولګي پورې ښوونځي نشته، نو له بده مرغه تر اتم ټولګي پس نجونې پر کور کښېني.»

په پېښور کې شنونکي او خبریال شمیم شاهد امریکا غږ ته وویل، کله چې یو افغان د نړۍ په نورو هېوادونو کې سیاسي پناه واخلي نو ټول بشري حقوق ورته حاصل وي، خو په پاکستان کې داسې نه ده: «زه فکر کوم چې په پاکستان کې د افغانانو ستونزې تر بهر نړۍ ډېرې زیاتې دي، په بهر دنیا کې چې هغوی ته سیاسي پناه ورکړل شي نو د هغه ملک پوره پوره حقوق ورته ورکول کېږي او که یې سیاسي پناه نه وي منل شوې خو بیا هم ورته څه نه څه ګټه ترلاسه کېږي او دا رنګ ورته څه وظیفه هم ورکول کېږي نو د هغوی دومره ستونزې نه وي یوازې دومره ستونزې يې وي چې له خپل وطن نه لري وي.»

شمیم شاهد زیاتوي چې په پاکستان کې ددغو افغانانو ژوند تر افغانستان بدتره دی: «که تاسو وګورئ نو غټ نه غټ شتمن افغان به دلته هله ژوند کوي چې پاکستانیو ادارو ته یا پاکستاني چارواکو ته رشوت ورکړي، له دوی څخه قلنګ اخیستل کېږي، زه خپله داسې سوداګر پېژنم چې د هغوی څخه د کال یو کړوړ دوه کروړه روپۍ اخیستل کېږي، دغه رنګ که تاسو وګورئ نو چې دوی په تورخم ځي راځي، او دلته دفترونو ته ځي راځي، نو ډېر بد چلند ورسره کېږي او که دوی سره (پي او ار کارت) هم وي نو چې پولیس والا يې راونیسي نو هله یې پرېږدي چې رشوت ترې واخلي، یو څه وخت کې له دوی سره چلند ښه وو خو اوس ورسره بیا هغه چلند راخیستل شوې دی خو د دوی د تپوس څوک نشته دی.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار په وینا په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر او هم دومره ناراجسټر افغان کډوال میشت دي.

د پاکستان حکومت وايي د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د جمهوریت تر سقوط وروسته هم په سلګونه زره افغان کډوال پاکستان ته ورغلي چې په دې سره په دغه هېواد کې د میشته بې اسنادو افغان کډوالو شمېره ۱.۷ میلیون ته رسېدلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG