د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د اسلام اباد د برید په تړاو د ټي ټي پی څلور کسان نیول شوي دي


د پاکستان حکومت وایي چې د دې هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې د وروستي ځانمرګي برید په تړاو یې د تحریک طالبان پاکستان یا "ټي ټي پي/فتنه الخوارج" څلور غړي نیولي دي.

د پاکستان حکومت د جمعې په ورځ (نومبر ۱۴) د اېکس په ټولنیزې پانې کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا کسان د "استخباراتي ادارې د ترهګرۍ سره د مبارزې څانګې" په یو لړ ګډو عملیاتو کې نیولي دي.

د پاکستان حکومت په اعلامیې کې راغلي چې د ځانمرګي برید کوونکي لارښود، ساجدالله نومیږي او په شینا مشهور دی. هغه د پلټنې په مهال اعتراف کړی چې د "ټي ټي پي/فتنه الخوارج" مشر سعیدالرحمن چې په دادالله مشهور دی د تلیګرام اپلیکیشن له لارې ورسره اړیکه نیولې وه چې په اسلام آباد کې یو ځانمرګی برید ترسره کړي.

د اعلامیې په اساس "دادالله د ځانمرګي بریدګر، عثمان چې په قاري مشهور دی، عکسونه ساجدالله ته لیږلي وو" چې ورسره وګوري.

په اعلامیې کې راغلي چې دادالله د باجوړ اوسېدونکی دی او اوس په افغانستان کې اوسېږي او د باجوړ لپاره د ټي ټي پي ډلې د استخباراتو مشر معرفي شوی دی.

اعلامیه زیاتوي چې ځانمرګی بریدګر "عثمان قاری په قوم شینواری او د افغانستان د ننګرهار ولایت د اچین اوسېدونکی ؤ".

د اعلامیې په اساس، ساجدالله د دادالله په لارښونې د ځانمرګي برید یو واسکټ له پېښور څخه ترلاسه کړی ؤ.

په دې اعلامیې کې راغلي چې "په افغانستان کې مېشت د فتنه الخوارج/ټي ټي پي مشرتابه -دې شبکې ته ګام په ګام لارښونه کړې وه".

تر دې یوه ورځ مخکې هم د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ادعا وکړه چې په دې هېواد کې وروستي ځانمرګي بریدونه د "افغانانو له لوري" شوي دي.

محسن نقوي چې د خپل هېواد پارلمان ته یې خبرې کولې، وویل چې د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د یوې محکمې مخې ته په ځانمرګي برید کې او تر دې یوه ورځ مخکې په یو پوځي ښوونځي باندې ځانمرګي برید کې د افغانانو دخالت د پاکستان لپاره "لویه او جدي اندېښنه" ده.

د تېرې سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د یوې محکمې په مخکې یو ځانمرګی برید وشو، چې په کې ۱۲ تنه ووژل شول او لږترلږه ۲۷ نور ټپیان شول.

یو بل ځانمرګی برید بیا په جنوبي وزیرستان کې په یو پوځي ښوونځي کې وشو، چې په پایله کې یې درې تنه ووژل شول.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، اسلام آباد په وار وار ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان په ضد استفاده کیږي. خو د طالبانو حکومت د اسلام آباد ادعا بې بنسټه بولي.

په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې خرابې شوي دي. تېره میاشت د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې کې لسګونه پوځي او ولسي خلک ووژل شول.

د پاکستان چارواکي همدغه راز ادعا کوي چې هند په افغانستان کې د دېره پاکستاني او غیر پاکستاني اورپکو ننګه کوي، خو د هند حکومت دا ادعا رد کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG