د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په یوه ترافیکي پېښه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


عکس د بلوچستان په خضدار کې د یوې پخوانۍ پیښې دی.
عکس د بلوچستان په خضدار کې د یوې پخوانۍ پیښې دی.

د پاکستان په بلوچستان کې چارواکو د چهارشنبې په ورځ می ۲۹ (غبرګولي نهمه) وویل چې یو مسافر وړونکی بس یو وچ خوړ ته لوېدلی او له کبله یې لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

پېښه نن سهار د بلوچستان په بسیمه ښارګوټي کې رامنځ ته شوه. دا بس له تربت ښار څخه د بلوچستان د مرکز کویټې پر لور روان و.

ځايي حکومتي چارواکي اسماعیل مینګل وویل: "د بس چلوونکی په یوه غرنۍ سیمه کې د تګ په حال کې و چې د موټر کنټرول یې له لاسه ورکړ او یوې کندې ته ولوېد. "

هغه زیاته کړه: "موږ لا هم د پېښې د علت په اړه پلټنې کوو. کېدای شي، چې موټر چلوونکی ویده شوی وي او یا هم له ټاکې اندازې یې تېز رفتار کاوه او د دې پېښې لامل شوی وي. "

د موټر چلوونکي په ګډون ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بیسمې د ملکي روغتون مشر ډاکټر نورالله فرانس پرس ته وویل، چې د درېیو مېرمنو او دوو ماشومانو په ګډون د ۲۷ کسانو جسدونه ور وړل شوي دي.

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د دفتر لخوا په خپاره شوي یو بیان کې ویل شوي چې هغه "په دې غمجنه ترافیکي پیښه ژور خفګان او غمشریکي څرګنده کړې ده. "

په پاکستان کې خونړۍ ترافیکي پیښې معمول دي، چیرې چې د خوندیتوب تدابیر په بشپړ ډول نه پلي کیږي، د موټر چلوونکو روزنه کمزورې ده او د سرکونو او نورو ترانسپورتي زیربناو وضعیت خراب دی.

د اپرېل په میاشت کې د بلوچستان په حب سیمه کې ۱۷ کسان هغه مهال مړه شول چې یو زیارت ته د تللو پر وخت یې موټر ټکر وکړ.

د تېر کال په جنوري میاشت کې ۴۱ کسان هغه مهال مړه شول چې د دوی بس، چې د تیلو بوشکې هم پکې بار وې، له سړک څخه یوې ژورې کندې ته ولوېد او اور یې واخیست.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG