د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد ښارکې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې


ارشیف
ارشیف

د پاکستان د پایتخت د اسلام اباد پولیسو په یو خبرپاڼه کې د جمعې په ورځ ددغه ښار د ' آی ۱۰ ' په سیمه کې د پولیسو په یوه امنیتي پوسته کې په ځانمرګي برید کې د یو پولیس د وژل کیدو او د څو تنو نورو د ټپي کیدوخبر ورکړی دی.

د اسلام اباد د پولیسو په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۳ (مرغومې دوهم) پاو باندې لس بجې کله چې پولیسو په یوه امنیتي پوسته کې د موتړو تلاشي اخیسته یو ځانمرګي بریدګر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه ، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی دي.

د اسلام اباد پولیسو ویلي، چې د پیښې په اړه به نور جزېیات وروسته رسنیو سره شریک شي.

د تحریم طالبان پاکستان (TTP( ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې د دوی یوه غړي دا برید ترسره کړی دی.

د پاکستان د جیو په نوم تلویزیوني شبکې هم ویلي چې د پولیسو په امنیتي پوسته کې چاودنه د موټرو د تلاشۍ پر مهال شوې ده.

ځینو پاکستاني رسنیو په دې چاودنه کې د دریو پولیسو په ګډون د لسو تنو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی دی. په دغو رپوټونو کې د پولیسو له قوله ویل شوي، چې په کوم موټر کې، چې بریدګر سفر کوه یوې ښځې هم ورسره په دغه موټر کې سفر کوه.

همداشان دغو رپوټونو کې ویل شوي، چې په کوم موټر کې چې چاودنه شوې د پولیسو سره د ټکسي په توګه ثبت و.

د پاکستان د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان د ډلې ترمنځ د اوربند د پای ته رسیدلو وروسته د پاکستان په ځینو برخو کې ددغه هیواد پر امنیتي ساتوونکو باندې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

د اکثرو دغو بریدونو مسولیت د تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG