د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د وسله والو په برید کې څلور پولیس وژل شوي


د پاکستان د خېبر پښتونخو ایالت په لکي مروت کې نن یکشنبې دسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۷) په یوې امنیتي پوسته باندې وسله والو برید کړی څلور پولیس وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد حمید رسنیو ته ویلي چې وسله والو د شپې له خوا د پولیسو پر پوسته برید وکړ خو پوستې ته په ننوتلو کې پاتې راغلل او له سیمې وتښتېدل.

د اسوشیتد پرس اژانس خبر ورکړی چی وسله والو پدې برید کې له درنو وسلو کار اخیستی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د امنیتي چارواکو له قوله لیکلي چې د "تحریک طالبان پاکستان" ډله ښايي پدې برید کې لاس ولري.

چارواکو ویلي چې تر اوسه هیچا ددې برید مسولیت ندی اخیستی.

لکي مروت د خېبر پښتونخوا هغه سيمه ده چې په دې وروستیو کې پکې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي. د نومبر په ۱۶مه هم په دغه سیمه کې په يو بريد کې شپږ پوليس ووژل شول چې مسولیت یې "تحریک طالبان پاکستان" په غاړه واخیست.

په دې وروستیو کې پاکستاني طالبانو له حکومت سره د اوربند ماتولو اعلان وکړ او ورسره د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شول. د رسمي شمېرو له مخې، سږکال په دغه ایالت کې تر اوسه د ترهګرۍ په بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰ امنیتي ساتونکي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG