د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ترهګرۍ سره د مالي مرستو د څار ادارې د "خړ لست" څخه وتو ته نږدې شوی


یوه نړیواله اداره چې په ۲۰۱۸ کال کې یې پاکستان لدې کبله چې د پیسو د تطهیر او د تروریستي فعالیتونو د تمویل د مخنیوي لپاره یې کافي کار نه کاوه او دا هیواد یې په خړ لیست کې شامل کړی و، جمعه جون ۱۷ (غبرګولي۲۷) ویلي چې پاکستان د عمل هغه پلانونه په نړیواله کچه پرې موافقه شوې وه، په بنیادي توګه بشپړ کړي.

وروسته له هغه چې پاکستان پدې لیست کې شامل شو، دې هیواد ژمنه کړې وه چې ‎FATF ته چې مرکز یې د فرانسې د پاریس په ښار کې دی، د هغو مالي تشو د ډکولو په برخه کې چې تروریزم ته ګټه رسوي، د شوي پرمختګ راپور د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې وړاندې کړي او د ترهګرۍ سره د مالي مرستو د مخنیوي او پیسو وینځلو سره مبارزه وکړي.

د FATF مشر مارکوز پلیار د جرمني د برلین په ښار کې د غونډې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې د اسلام آباد پرمختګ یې اروزلی او دې پایلې ته رسیدلي چې پاکستان په پراخه توګه د عمل دوه پلانونه پر ځای کړي چې ۳۴ موارد پکې یاد شوي و.

ښاغلي پلیار همدرانګه وویل چې FATF وړاندیز کړی چې پاکستان ته یو پلاوی واستوي چې آیا اصلاحات عملي شوي او دا چې د راتلونکې لپاره ثابت پاتې کیدی شي که نه.

هغه زیاته کړه"پاکستان نن د خړ لیست څخه نه ایستل کیږي او یوازې په هغه صورت کې به ددې لیست څخه وایستل شي چې د حضوري آزموینې څخه په بري تیر شي".

د FATF مشر پدې هکله څه ونه ویل چې پلاوی به یې څه وخت پاکستان ته ځي خو دومره یې وویل چې دا سفر به د اکتوبر د میاشتې څخه وړاندې کیږي.

ټاکل شوې دا ادراه د اکټوبر په میاشت کې بله غونډه وکړي او پاکستان ته د تللي هیت د ارزونو پر بنسټ به پریکړه وکړي چې آیا پاکستان د خړ لیست څخه وباسي که نه.

د دې نړیوالې ادارې مشر پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې پاکستان ښودلې د ترهګرو د مالي چارو په هکله پلټنې کوي او د هغو ترهګرو ډلو جګپوړي مشران محاکمه کوي چې نومونه یې د ملګرو ملتونو په لست کې دي.

پاکستان همدرانګه منلې چې د پیسو وینځلو په هکله به هم تحقیقات کوي.

پاکستان د FATF د پریکړې هرکلی کړی او دې هیواد ته د دې نړیوالې ادارې د سفر ته اجازه ورکول یې ستایلی او هغه یې د خړ لیست څخه د وتلو وروستی اقدام بللی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د مالي سرچینو پر ضد د مبارزې په برخې کې ډیر څه کړي.

XS
SM
MD
LG