د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د انرژۍ سپما دپاره د بازارونو وختي بندولو پرېکړه کړې


د پاکستان حکومت د انرژۍ د سپما په خاطر امر کړی چې په دغه هیواد کې دې ټول مارکیټونه او لوی پلورنځي د شپې په اته نیمو بجو وتړل شي. دا پرېکړه د اسلام آباد د هغو هلو ځلو برخه ده چې د هېواد د اقتصادي ثبات او کلدارو کمېدونکي ارزښت په خاطر غواړي د برېښنا واردات کم کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف چې د حکومت د کابینې له خوا په دې خاطر د ټاکل شوې کمیټې مشري کوي، د سه شنبې په ورځ جنوري ۳ (مرغومې ۱۳) وویل دغه پریکړه یې له تجارانو سره په مشوره کې کړې ده.

ښاغلي آصف وویل: "مونږ له ټولو سوداګرو سره خبرې وکړې. دوی په ډیره مهرباني د پاکستان له بیلابیلو برخو راغلل او مونږ ورسره د صدارت په دفتر کې وکتل. ځینو یې ویل چې مارکیټونه باید د شپې ۹ بجې، ځینو ویل ۸ نیمې بجې او ځینو ویل چې ۹ نیمې بجې وتړل شي. مونږ پرېکړه وکړه چې اته نیمې بجې یې وتړو. په دې پرېکړې سره به پاکستان ۶۲ میلیارده کلدارې وسپموي."

هغه زیاته کړه چې د ودونو تالارونه به د شپې په لس بجو تړل کیږي.

خو د مارکیټونو څښتنان او سوداګر دغه پرېکړه نه مراعتوي او وايي چې په دې کار سره یې کاروبار ته زیان رسیږي.

په اسلام آباد کې مارکیټونه د شپې تر لس نیمو بجو او په لاهور او کراچۍ کې تر نیمې شپې خلاص و.

د پاکستان د سوداګرو د اتحادیې مشر محمد اجمل بلوڅ وویل: "حکومت زمونږ څخه سپارښتنې وغوښتې او مونږ سپارښتنې ورکړلې. په هغې کمیټې کې چې خواجه آصف یې مشري کوي، څلور- پنځه نور وزیران هم وو. هغه زمونږ څخه مشوره وغوښته او وې ویل چې صدراعظم او فدرالي کابینې ته به یې وړاندې کړي. او زیاته یې کړه چې یو ځل بیا به هم زمونږ سره وګوري او دغه موضوع به زمونږ سره نهايي کړي. خو دغه کار یې ونه کړ او په خپل سر یې دغه پریکړه اعلان کړه."

ښاغلي بلوڅ وویل که چیرې حکومت دغه پرېکړه په زور عملي کړي، دوی به یې په وړاندې مقاومت وکړي.

ډیرو دوکاندارانو د خپلو کاروبارونو د وختي بندولو له پرېکړه سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې د ګټې وخت یې د شپې له اتو تر لسو بجو پورې دی.

د شېخ عظیم په نوم هټیوال وویل: "زمونږ د کاروبار وخت د اتو او لس بجو ترمنځ دی. نوره ګرده ورځ څوک سودا نه کوي. دوی اوس زمونږ څخه غواړي چې خپل دوکانونه په دغه وخت کې وتړو، مونږ به دغه کار ونه کړو."

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، صدراعظم شهباز شریف همدارنګه ټولو دولتي ادارو ته امر کړی چې د خپلې برېښنا مصرف ۳۰ فیصده راکم کړي.

پاکستان دغه اقدام د اقتصادي رکود د ویرې په ځواب کې کوي. د پیسو نړیوال صندوق (IMF) دغه هیواد ته د ۱.۱ میلیارد ډالرو هغه پور چې باید د تیر کال د نومبر په میاشت کې یې ورکړی وای، پاکستان ته د قرضې د نهم پړاو په ارزونه کې د یو لړ توپیرونو له امله وځنډاوه.

په پاکستان کې د انفلاسیون کچه په بسیاري ډول لوړه شوې ده او حکومت هڅه کوي چې د وارداتو په کمولو سره، اقتصاد باثباته کړي. د پاکستان د پیسو د ارزښت ټیېټېدو، واردات ګران کړي او په روان مالي کال کې د مصرفي شیانو بیې ۲۵ فیصده لوړې شوېدي.

یو امریکايي ډالر اوس په څه باندې ۲۲۶ کلدارو تبادله کیږي.

XS
SM
MD
LG