د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال باجوه: د افغانستان د تورونو برسیره د سولې لپاره خپل مثبت رول لوبوو


د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوه د جنرال نکولسن سره په پنډۍ کې ملاقات کړیدی.
د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوه د جنرال نکولسن سره په پنډۍ کې ملاقات کړیدی.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه وایي چې افغانستان په پاکستان یو ځلې بیا داسې وخت الزامونو لگولو ته زور ورکړیدې چې امریکا د سیمې په هکله نوې پالیسۍ جوړوي.

د پاکستان د پوځ لوې درستیز قمر باجوه دغه خبرې په افغانستان کې د ائتلافي قواو د مشر جنرال جان نیکولسن سره په راولپنډۍ کې د ملاقات په وخت کړیدي.

پرون د دوشنبې په ورځ د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې لیکل شوې د پاکستان د پوځ مشر امریکا ته په خپل پیغام کې وویل چې د افغانستان له طرفه د تورونو په وجې د سولې په کوښښونو کې مشکلات پیښیږي.

جنرال نیکولسن پرون د دوشنبې په ورځ د پاکستان په پوځې مرکز جي ایچ کیو کې د باجوه سره ملاقات وکړ.

دغه اعلامیه لیکې چې جنرال باجوه د افغانستان د چارواکو په پاکستان د تورونو لگولو له کبله اندیښنه څرگنده کړه او وې ویل چې "افغانستان داسې وخت په پاکستان دا ډول بی بنیاده تورونه لگوې چې امریکا د سیمې په هکله نوې پالیسي جوړوي."

باجوه زیاته کړه چې د افغانستان د پارونکې چلند برسیره پاکستان خپل مثبت رول لوبولو ته دوام ورکړېدی ځکه چې ترهگرو ته ماتې ورکول یې د ملت په گټه ده.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني یو ځلې بیا په افغانستان کې د پاکستان په رول انتقاد کړیدی او په خپله یوه ورستۍ مرکه کې چې د وال سټریټ جورنال ته یې ورکړیده و ویلي چې کوښښ یې کړیدې چې د پاکستان او د طالبانو سره سوله وشي خو هغوی ورسره سوله ونکړه.

ښاغلي غني وویل " زه پاکستان ته ولاړم، د سولې هلې ځلې مې وکړې، خو کله چې تاسو یو چا ته لاس اوږد کړی او هغو لاس درنکړي، څه کوئ."

په داسې حال کې چې د امریکا حکومت د افغانستان په هکله خپله نوې پالیسې اعلانوي، د امریکا حکومت په پاکستان فشار زیات کړیدی چې د ترهگرو ډلو چې د حقاني ډله پکې هم شامله ده، په ضد عملي گامونه پورته کړې.امریکا په دی هدف پاکستان ته د پیسو د یوې برخې د ورکولو نه هم انکار کړیدی. دغه پیسې چې ٥٠ ملیونه ډالرې دې، امریکا به پاکستان ته د ترهگرو په ضد د عملیاتو لپاره ورکولی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG