د لاس رسي وړ اتصالات

غني: پاکستان او طالبانو د افغانستان په ضد مطلق جنګ پيل کړی


ښاغلي غني وویل دوی غوښتل چې له پاکستان او طالبانو سره سوله وکړي
ښاغلي غني وویل دوی غوښتل چې له پاکستان او طالبانو سره سوله وکړي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلې یوې تازه مرکې کې پر پاکستان تور لګولی دی چې د سولې غږ ته یې ځواب ونه وایه.

ولسمشر غني د امریکا د والسټریټ ژورنال سره په مرکې کې ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې مطلق جنګ اعلان کړی دی.

ولسمشر غني وویل "موږ غوښتل چې له پاکستان او طالبانو دواړو سره سوله وکړو. خو برعکس، هغوی مطلق جنګ اعلان کړ. ایا موږ زیان ولید؟ هو، ډېر زیان، خو دا جنګ مخ په بدلېدو دی. سږکال افغان ځواکونه تر بل هر وخت ښه وو. ایا موږ د جنګ په منځ کې یو؟ هو دقیقآ".

ښاغلي غني دا خبره هم وکړه چې پاکستان د افغانستان د سولې غوښتنې ته ځواب ونه وایه " زه پاکستان ته ولاړم، د سولې هلې ځلې مې وکړې، خو کله چې تاسو یو چا ته لاس اوږد کړی او هغو لاس درنکړي، څه کوئ؟"

ولسمشر غني واک ته له رسېدو وروسته سمدسې پاکستان ته سفر وکړ او هلته یې د پاکستان د ملکي او نظامي چارواکو سره خبرې وکړې، خو لږ وروسته په کابل کې خونړي ځانمرګي بریدونه وشول او د افغانستان په نورو برخو کې هم نا امني زیاته شوه.

افغان حکومت پاکستان تورن کړ چې په دغو ټولو ناامنیو کې لاس لري او ولسمشر غني وویل چې پاکستان د افغانستان سره په نا اعلان شوي جنګ اخته دی. خو پاکستان دا ټول تورونه رد کړي دي.

افغان حکومت له څو کلونو راهېسې له وسله والو طالبانو سره د سولې هلې ځلې کوي.

ولسمشر غني په خپلې مرکې کې پر ځینو نورو مسایلو هم خبرې کړي دي، هغه په ۲۰۱۸ کال پارلماني او په ۲۰۱۹ کال کې د جمهوري ریاست انتخابات حتمي بللي دي.

ښاغلي غني وویل دا چې پارلماني انتخابات په خپل وخت ونشول، ځکه چې افغانستان په جنګ کې و او په خبره یې دواړه کارونه په یو وخت کې نه کېدل.

ولسمشر غني ویلي هڅه یې دا ده چې افغانستان په یو اقتصادي هېواد بدل کړي او له منځنۍ اسیا سره خپله سوداګري هم زیاته کړي.

XS
SM
MD
LG