د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د کرکټ نړیوال جام کې د هندي نندارچیانو د 'نامناسب' چلند په اړه شکایت کړی


د پاکستان کرکټ ټیم له هند سره په دغه پنځوس اوریزه لوبه کې یوازې ۱۹۱ منډې وکړې او د اوو ویکټو په توپیر یې ماتې وخوړه.
د پاکستان کرکټ ټیم له هند سره په دغه پنځوس اوریزه لوبه کې یوازې ۱۹۱ منډې وکړې او د اوو ویکټو په توپیر یې ماتې وخوړه.

د پاکستان کرکټ بورډ د نړیوال جام په سیالیو کې د هند پر وړاندې د لوبې پر مهال له خپلو لوبغاړو سره د "نامناسب چلند" له امله د کرکټ نړیوالې شورا ته شکایت کړی دی.

د هند په احمد اباد کې د هند او پاکستان د لوبې د کتلو دپاره د ۱۳۲ زره کسانو له جملې څخه یوازې ۱۰ پاکستانیانو لوبغالي ته د ننوتلو ټکټونه ترلاسه کړي و.

د ټاس پر وخت د پاکستان کپتان بابر اعظم ته د ملنډو په توګه نعرې ووهل شوې او په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې هندي مینه وال د محمد رضوان په ګډون د څو پاکستاني لوبغاړو سره بد چلند کوي.

د پاکستان کرکټ بورډ د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) وویل چې "د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۴ نیټه د هند او پاکستان په لوبه کې د پاکستان لوبډلې سره د نامناسب چلند په اړه یې [د کرکټ نړیوالې شورا ته] شکایت کړی دی."

پاکستان په دغه پنځوس اوریزه لوبه کې یوازې ۱۹۱ منډې وکړې او د اوو ویکټو په توپیر یې ماتې وخوړه. پاکستان د جمعې په ورځ په بنګلور کې له استرالیا سره لوبه لري.

د پاکستان د ټیم ډایرکټر مکي ارتر، له لوبې وروسته خبري غونډې ته وویل، د هند خلاف د پاکستان لوبه د یوې نړیوالې سیالۍ پر ځای "د هند د کرکټ بورډ جوړې شوې لوبې" په څېر معلومېدله.

هغه وویل: "لوبه داسې ښکاره کېدله لکه د دوو هېوادونو ټورنمنټ وي او د هند کرکټ دایر کړی وي."

ارتر د لوبغالي منتظمین تورن کړل چې په لوډسپیکر کې یې د پاکستان د حماسي سندرې "دل دل پاکستان" له غږولو انکار کړی او یوازې د هند طرفداري یې کړې ده.

پاکستاني مینه وال او ځینې خبریالان اوس هم هند ته د سفر لپاره ویزو ته په تمه دي، سره له دې چې نړیوال جام شاوخوا دوه اونۍ مخکې پیل شوی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ "د پاکستاني خبریالانو لپاره د ویزو د ځنډېدلو او د پاکستاني مینه والو لپاره د ویزې د پالیسۍ د نشتوالي له امله د کرکټ نړیوالې شورا سره یو بل رسمي احتجاج ثبت کړی دی."

هند او پاکستان د یو بل سخت رقیبان بلل کیږي او د دوه اړخیزو سیاسي مخالفتونو په وجه، یوازې په نړیوالو ټورنمنټونو کې له یو بل سره لوبې کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG