د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوال جام: پاکستان افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه


افغان توپ اچوونکي نور احمد په نړیوال جام کې په خپله لومړنۍ لوبه کې د پاکستان درې لوبغاړي وسوځول.
افغان توپ اچوونکي نور احمد په نړیوال جام کې په خپله لومړنۍ لوبه کې د پاکستان درې لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ په نړیوال جام کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ (لړم ۱) د افغانستان او پاکستان تر منځ په لوبه کې، پاکستان د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه.

د هند په چنای کې په دغه لوبه کې، د پاکستان دپاره کپتان بابر اعظم تر نورو زیاتې منډې وکړې. هغه په ۹۲ توپونو د ۷۴ منډو کولو وروسته د نور احمد په توپ وسوځېد.

د افغانستان په لوبډله کې د تیز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي پر ځای، ورو توپ اچوونکی نور احمد لوبه کوي.

په نړیوال جام کې په خپله لومړنۍ لوبه کې، ۱۸ کلن نور احمد په لسو اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې او د پاکستان درې لوبغاړي یې وسوځول.

د افغانستان بل ورو توپ اچوونکي محمد نبي په خپلو لسو اورونو کې یوازې ۳۱ منډې ورکړې او د مخالف لوري یو لوبغاړی یې وسوځاوه. د افغانستان تیزو توپ اچوونکو نوین الحق د پاکستان دوه لوبغاړي او عظمت الله عمرزي یو لوبغاړی وسوځاوه.

د راشد خان په لسو اورونو کې پاکستان ۴۱ منډې وکړې او هیڅ لوبغاړی یې ونه سوځېد.

د پاکستان دپاره توپ وهونکي عبدالله شفیق ۵۸، افتخار احمد ۴۰، شاداب خان ۴۰ ، سعود شکیل ۲۵ منډې وکړې، او نور لوبغاړي یې له ۲۰ څخه د لږو منډو کولو وروسته وسوځېدل.

د پاکستان په لوبډله کې د ورو توپ اچوونکي محمد نواز پر ځای بل ورو توپ اچوونکی شاداب خان اخیستل شوی دی.

په روان نړیوال جام کې پاکستان تر اوسه دوه او افغانستان یوه لوبه ګټلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG