د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان بیا د افغان کډوالو نیول پیل کړي - افغان کډوال


اسلام اباد کې د افغان کډوالو مشران وايي، پولیس د ناقانونه کډوالو ترڅنګ قانوني سند لرونکي افغان کډوال هم نیسي.
اسلام اباد کې د افغان کډوالو مشران وايي، پولیس د ناقانونه کډوالو ترڅنګ قانوني سند لرونکي افغان کډوال هم نیسي.

د پاکستان پایتخت اسلام اباد ته څېرمه د باره کهو په سیمه کې مېشت افغان کډوال وايي، له تېري یوې اونۍ راهیسې دلته د افغان کډوالو پر ضد د پولیسو عملیات پیل شوي او په لسګونو افغانان نیول شوي دي.

د کډوالو ځايي‌ مشران ادعا کوي، ځايي پولیس د ناقانونه کډوالو برسېره قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال هم نیسي او د دوی په خبره د یو شمېر هغو پر ضد یې د پولیسو رپوټونه هم ثبت کړي دي.

د همدې سیمې د افغان کډوالو مشر رازمحمد سلیمانخېل امریکا غږ ته وویل: "لومړی خو موږ د پاکستان د حکومت او خلکو مننه کوو، چې دومره وخت یې موږ دلته وزغملو. خو بیا هم دا اوس عبوري حکومت چې راغلی، هغوی دا وویل چې ناقانونه کډوال نیسو. اوس دلته پولیسو دا خبره پسې ټینګه کړې ده چې هغه قانوني اسناد لري او یا ویزې لري، هغوی هم نیسي‌، تنګوي یې.‌"

د کډوالو دغه مشر زیاتوي، د پاکستان حکومت که ناقانونه افغانان هم پسې اخلي، نو باید دومره وخت ورکړي،‌ چې دده په خبره، له دې ځایه خپل کاروبار سره ټول کړي.

سلیمانخېل زیاته کړه: "افغان کډوال خو دلته ډېر کاروبارونه لري. که ناقانونه هم اوسي،‌ خو کاروبارونه یې بېخي ډېر دي. نو یو کاروباري کډوال په یوه میاشت یا دوو کې تللای نشي.‌ موږ د پاکستان له حکومته دا غوښتنه کوو، چې لږ تر لږه شپږ میاشتې وخت ورته ورکړي،‌ هغه چې ناقانونه دي، هغوی به خپل وطن ته لاړ شي.‌"

تردې وړاندې د کراچۍ په شمول د پاکستان په ګڼو نورو سیمو کې هم تر هغه وروسته پاکستاني پولیسو عملیات پیل کړل، چې د یاد هیواد د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي د ناقانونه کډوالو د نیولو او خپل وطن ته د لېږدولو اعلان وکړ.

سرفراز بوګټی وايي: "څومره چې هم ناقانونه کډوال دي، هغوی که د هر هیواد وي،‌ هغوی ته موږ په دې اخطار چې اوس زموږ په هیواد ناقانونه اوسېدل، لکه په نوره نړۍ کې چې ناقانونه څوک نشي اوسېدلای، همداسې به زموږ په هیواد کې هم ونه اوسي. یوازې قانوني کډوال منو، ناقانونه کډوال چې د هر ځاي دي، هغوی به بېرته لېږدول کېږي.‌"

سره له دې چې په پاکستان کې په بیلا بیلو وختونو کې بیلا بیلو حکومتونو د افغانو کډوالو پر ضد وخت ناوخته ورته عملیات پیل کړي، خو دغه وروستي عملیات د روانې میاشتې تر شپږمې نېټې وروسته پیل شول، چې په همغه ورځ په چترال کې د پاکستاني طالبانو برید او ورپسې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه او له کبله یې د تورخم دروازه وتړل شوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG