د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د کرکټ په ملي لوبډلې کې ناببره تغیرات او انتقادونه

د پاکستان ځینو پخوانیو لوبغاړو د دغه هېواد د کرکټ بورد په هغې پرېکړې سخت انتقادونه کړي، چې ناببره یې له ملي لوبډلې څخه اوه لوبغاړي او دوه روزنکي اېستلي او له انګلنډ څخه یې بېرته پاکستان ته غوښتي دي.

د پاکستان کرکټ بورډ څو ورځې مخکې په یو بیان کې د ملي لوبډلې اووه لوبغاړي او دوه روزونکي په ناڅاپي ډول له لوبډلې واېستل او په ځای یې نوي لوبغاړي او روزونکي اعلان کړل.

لا معلومه نه ده چې د اېستل شویو لوبغاړو، محمد رضوان، امام الحق، سلمان اغا، علي عثمان، عامر جمال، محمد اویس ظفر او خرم شهزاد برخلیک به څه کېږي.

کرکټ بورډ د پاکستان د ملي لوبډلې دوه روزونکي سرفراز احمد او عمر ګل هم له لوبډلې اېستلي او په ځای یې میک هېسن او اشلي نوفکي معرفي کړي دي.

د پاکستان د کرکت ملي لوبډله دا مهال په انګلنډ کې ده او له کوربه سره یې د ټست دوې پرلپسې لوبې بایللې او درېیمه یې د سپتمبر په نهمه پیل کېږي.

د پاکستان کرکټ بورډ دا پرېکړه له دغو ماتو څخه وروسته اعلان کړې ده.

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان شاهد اپریدی دا «پرېکړه ډېره ټکان ورکوونکې» بللې او ویلي دي، چې د دغو تغیراتو په «منطق» نه پوهېږي.

د دغه هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې بل پخواني لوبغاړي راشد لطیف هم په خپل ایکس کې په دې پرېکړې حیرانتیا ښودلې ده او ویلي دي چې «دا د مسئولینو فارموله ده چې یو بحران د بل لوی بحران په زېږولو سره مدیریت» کوي.

راشد لطیف لیکلي دي چې هماغو خلکو چې دا لوبډله غوره کړې ده، هماغوی د ده په خبره لوبډلې ته سزا ورکوي.

د پاکستان کرکټ بورډ دغه لوی تغیر اصلي علت نه دی ښودلی. ځینو بریتانوي رسنیو راپور ورکړی دی، چې پاکستاني لوبغاړو ته په دې اړه مخکې له مخکې خبر ورکړل شوی نه و او هغوی د ټولنیزو رسنیو له لارې خبر شول چې له لوبډلې څخه اېستل شوي دي.

په نویو اعلان شویو لوبغاړو کې یې پنځه داسې لوبغاړي دي، چې لا یې د پاکستان لپاره د ټسټ کومه رسمي لوبه نه ده کړې.

د پاکستان ځینو نورو لوبغاړو هم دا پرېکړه حیرانونکې بللې دي. له دغې پرېکړې څخه وروسته د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر مصباح الحق هم له خپلې دندې څخه استعفا وکړه.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG