د لاس رسي وړ اتصالات

پر کپتانۍ د بابر اعظم او افریدي اختلاف؛ د پاکستان کرکټ بورډ بیړنۍ غونډه راغوښتې


بابر اعظم (چپ) او شاهین افریدی
بابر اعظم (چپ) او شاهین افریدی

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د کپتان په توګه د بابر اعظم د بیا ټاکل کېدو سره د اوسني کپتان شاهین افریدي له مخالفت وروسته ددغه هېواد کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ اپریل ۱ (وري ۱۳) بیړنۍ غونډه راوغوښته.

د تیر کال په نړیوال جام کې د پاکستان له ناکامۍ وروسته، بابر اعظم له کپتانۍ څخه لیرې شو خو ددغه هېواد کرکټ بورډ د یکشنبې په ورځ هغه یو ځل بیا د سپین توپ د لوبو دپاره کپتان معرفي کړ.

د پاکستان کرکټ بورد په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې شاهین افریدي د بابر اعظم د بیا ټاکل کېدو سره "هیڅ مخالفت نه لري او احترام یې کوي."

په خبرپاڼه کې د افریدي له قوله ویل شوي: "زه به د میدان دننه او دباندې د هغه سره مرسته وکړم. موږ ټول یوه ډله یو."

خو شاهین افریدي ته نږدې یوې سرچینې ویلي چې نوموړي د کرکټ بورډ له دې پرېکړې سره موافقه نده کړې او د شل اوریزو لوبو دپاره د لوبډلې د کپتان په توګه یې پر خپل ځای د بابر اعظم له ټاکل کېدو سره مخالفت ښودلی دی.

سرچینې فرانس پرس ته وویل: "دا د شاهین څرګندونې ندي او هغه د خپل دریځ د روښانه کولو دپاره د پاکستان کرکټ بورډ سره اړیکه نیولې ده... شاهین به د دوشنبې په ورځ د کرکټ بورډ له مشر محسن نقوي سره وګوري ترڅو دا خبره واضح کړي."

د پاکستان د کرکټ ټیم دا وخت نړیوال جام ته د تیاري دپاره ددغه هېواد له پوځ سره د ایبټ اباد د کاکول په پوځي اډه کې د دوو اونیو په تمریناتو بوخت دی.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بورډ رئیس محسن نقوي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزير هم دی، د دوشنبې په ورځ په کاکول کي د پاکستاني ټيم د روزنې د کتلو دپاره ځي خو د هغه له خولې یې د افریدي نوم ندی یاد کړی۔

د تیز توپ اچوونکي شاهین افریدي په کپتانۍ کې، پاکستان تازه نیوزیلنډ ته د شل اوریزو لوبو لړۍ ۴-۱ وبایلله.

د پاکستان په تجارتي سیالیو (پاکستان سوپر لیګ) کې، د افریدي په کپتانۍ کې د لاهور قلندر لوبډلې د شپږو ټیمونو په منځ کې د پای مقام وګاټه.

ټاکل شوې ده چې پاکستان له نیوزیلنډ سره د پنځو شل اوریزو لوبو لړۍ او ورپسې له نړیوال جام وړاندې له ایرلنډ او انګلنډ سره لوبې وکړي.

شل اوریز نړیوال جام د جون په میاشت کې په متحده ایالاتو او ویسټ انډیز کې ترسره کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG