د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته د بشري حقونو د څار اداره: د افغانانو د جبري شړلو ګواښ څخه لاس واخلئ


د بشري حقونو د څار اداره وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل، دوی د زور زیاتي او ناوړه چال چلند له جدي ګواښ او خطر سره مخامخ کوي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د اسیا د برخې مرستیالې، پټریشیا ګوسمن، د اکتوبر په ۱۲ (تلې ۲۰مه) وویل: "افغانان له ډیرې مودې راهیسې په پاکستان کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوی د حقونو په پام کې نیولو پرته په سیاسي لوبې (فوټبال) کې راګیر دي."

د سه شنبې په ورځ، د اکتوبر ۳ (تلې ۱۱مه) د پاکستان حکومت ټولو افغانانو ته چې په دغه هیواد کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي، د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې مهلت ورکړ چې بیرته افغانستان ته ستانه شي. د پاکستان حکومت همدارنګه ویلي، چې د دې نیټې د پای ته رسیدو څخه وروسته به دا کسان په ډله ایزه توګه وشړل شي.

د پاکستاني چارواکو له خوا په ډله ییزه توګه د افغانانو د شړلو پرله پسې ګواښونه، د افغانانو په وړاندې ددغه هېواد د پولیسو لخوا د تاوتریخوالی د زیاتوالي، ځورولو او او په خپلسرې توګه د هغوی د نیولو لامل شوی دی.

مېرمن ګاسمن وویل: "په داسې حال کې چې کوربه هېوادونه له رامنځته شوي‌ ستونزې څخه ځان شاته کوي او ملګري ملتونه د پاکستان ددغه اعلان څخه هيښ شوی دی، په زوره خپل هېواد ته د افغان کډوالو شړل او د طالبانو له خوا د زور زیاتې له خطر سره د دوی مخامخ کول، یو بشري ناورین دی."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ احصایې ښيي، چې د ۲۰۲۳ کال تر اکتوبر پورې شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي، چې له دې ډلې څخه ۷۰۰ زره یې هغه افغانان دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستان ته تښتېدلي دي.

ډېری هغه افغانان چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته تښتېدلي، په متحده ایالاتو، کاناډا، جرمني او نورو هېوادونو کې یې د بیا مېشتېدو د پروګرامونو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي. تر اوسه نږدې ۲۰۰ زره افغانان په یادو هېوادونو کې مېشت شوي او د پاتې نورو برخلیک لا څرګند نه دی.

افغان میرمنې او نجونې ډیرې وختونه د پناه غوښتنې لپاره له لویو خنډونو سره مخ شوي دي، ځکه چې پورتنې هیوادونه معمولا هغو نارینه وو ته لومړیتوب ورکوي چې په تیرو دوو لسیزږ کې یې د دوی له پوځیانو سره کار کړی وي.

بلخوا پاکستاني چارواکي، په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د سخت دریځو ډلو له خوا د بریدونو د زیاتوالي پړه پر افغانانو اچوي، او همداشان دغه بریدونو ته د "بې اسنادو کډوالو" سره تړاو ورکوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په پاکستان کې یو میلیون او ۴۰۰ زره افغان کډوال په قانوني توګه ژوند کوي. دغو کسانو په ۲۰۰۵ کال کې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو له سرشمېرنې وروسته د کډوالۍ کارټونه ترلاسه کړي دي. خو دا سرشمېرنه په ۲۰۰۷م کال کې وځنډول شوه او پاکستان د موجوده کارتونو د اعتبار نېټه وغځوله.

له ۲۰۰۷م کال وروسته د سرشمېرنې میکانیزم نشتوالی او په پاکستان کې د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) محدود ظرفیت ته په کتو،‌ هغه افغان کډوال چې له ۲۰۰۷م کال وروسته دې هیواد ته راغلي دي، د کډوالۍ کارټ د ترلاسه کولو چانس یې په هيڅ کې شمیرل کیږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په ۲۰۲۱، ۲۰۲۲او ۲۰۲۳ کلونو کې د یو شمیر سپارښتو په خپرولو سره په زوره د افغانانو د ستنېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو دغه ادارې په دې وروستیو کې له پاکستانه غوښتي، چې افغانان په زوره ونه شړي، ځکه دا کار له بشري حقونو څخه جدي سرغړونه ګڼل کېږي.

بلخوا د بشري حقونو د څار اداره وايي، چې ملګري ملتونه او نړیوال مرستندویان باید پر پاکستان فشار راوړي چې له افغانانو سره ناوړه چال چلند پای ته ورسوي او په پاکستان کې د افغان کډوالو خوندیتوب ته غاړه کیږدي.

دغه اداره وړاندیز کوي، چې پاکستاني چارواکي او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ باید د نړیوالو قوانینو سره سم د کډوالو د راجسټریشن پر چټک بهیر موافقه وکړي.

پاکستاني چارواکو په ۲۰۱۶ کال کې سلګونه زره راجسټر شوي افغان کډوال اړ کړل چې افغانستان ته ستانه شي. پاکستان هغه مهال ادعا وکړه، چې د کډوالو د بېرته ستنېدلو دغه بهیر ددوی (کډوالو) په خپله خوښه وه، خو د بشري حقونو د څار ادارې د پاکستاني پولیسو له خوا د پراخو سرغړونو اسناد ثبت کړي چې په کې نیول، وهل ټکول او د اسنادو ضبطول شامل دي.

پاکستان په داسې حال کې له دغه هېواد څخه افغانان په زوره ایستلو ته ګواښوي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بشري حقونو وضعیت خراب شوی، بندیزونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په وړاندې سخت شوي او د تعلیم کار، روغتیایی خدمتونو ته لاس رسی په برخه کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې شوي دي.

سربېره پر دې، افغانستان نه یواځې د اقتصادي او بشري ناورین په درشل کې دی، بلکې تر نیمايي زیات نفوس یې د خوړو له نه خوندیتوب سره لاس او ګرېوان دی او همداراز د ماشومانو په منځ کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده.

د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، د پاکستان حکومت باید د ۲۰۱۶کال په څېر چې پر کډوالو فشار راوړي د وضعیت له رامنځته کېدو څخه ډډه وکړي، د پولیسو ناوړه چلند او د شړلو ګواښونه دې پای ته ورسوي او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره دې د افغان کډوالو د راجسټریشن د بیا پیلولو لپاره همکاري وکړي.

مېرمن ګاسمن وویل:‌"هغه هېوادونه چې له خطر سره مخامخو افغانانو د مېشتېدو ژمنه يې کړې، بايد خپلې ژمنې ترسره کړي. د جرمني او د اروپايي ټولنې يو شمېر هېوادونو په ګډون، امريکا، بريتانيا او کاناډا د دغو افغانانو د بیا میشتدو په اړه ژمنې کړې وې،‌ هغه هغه ژمنې یې نه دي پلي کړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG