د لاس رسي وړ اتصالات

ملابرادر ګاونډیو ته: د افغان کډوالو سر ناسم چلند د منلو نه دی


ملا عبدلغني برادر
ملا عبدلغني برادر

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان کډوالو سره ګاونډیو هیوادونو ناسم چلند ته په غبرګون کې ویلي، چې د هغوی دا ډول کړنې افغانانو ته د منلو نه دي او دا به افغانستان ته د زیان د رسولو پر ځای پخپله دغو هیوادونو ته زیان ورسوي.

ملا برادر د یکشنبې په ورځ اکتوبر اتم (تلې ۱۶) د کابل په هوايي ډګر کې د کابل او شانګهای ترمنځ د هوايي دهلیز د پرانیستلو غوندې ته په وینا کې وویل، چې په کار دي ګاونډي هیوادونه راتلوونکي ته هم پاملرنه وکړي.

ملابرادر وویل:" مونږ پر خپلو ګاونډیانو او نورو باندې غږ کوو،چې زمونږ سره ښه تعامل ولري مونږ به ددوی سره متقابل تعامل ولرو او داچې په بعضې بعضې شیانو باندې دوی مونږ ته څه ناڅه مشکلات پیښوي دا دوی ته ګټه نه رسوي تاوان به ورسوي ګټه نشي رسولی مثلآ د مهاجرو په سر باندې، چې نن استهزا یا سپکاوی دوی کوي د افغانانو سره دا هیڅ افغان ته د منلو نه ده".

ملابرادروویل، چې ګاونډي هیوادونه باید د خپلې راتلوونکی په اړه هم فکر وکړي، ځکه چې د طالبانو ددغه چارواکي په وینا د افغانستان وضعیت به تل په یو حال پاتې نشي.

ملا عبدالغني برادر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په دې وروستیو اونیو کې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو سره د ناسم چلند او ځورونو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ډیر ويډیوي تصویرونه خپاره شوي دي.

د ایران حکومتي چارواکو ویلي، چې ددغه هیواد د قزوین په ښار کې د افغان کډوالو د وهلو او ډبولو په تور ۱۹ تنه ایرانیان نیولي او په زندان کې اچولي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا لومړي مرستیال په لومړي ځل د کوم ګاونډي هیواد د نوم له اخیستلو پرته د افغان کډوالو سره د ګاونډیو هیوادونو په چلند باندې انتقاد کړی دی.

د طالبانو ددغه چارواکي د دغو څرګندونو دمخه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او ددفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب مجاهد هم د پاکستان پریکړه په سختو ټکو غندلې وه او د دغه هیواد څخه یې په خپله پریکړه د بیا کتنې غوښتنه کړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن ممتاز ظهره بلوڅ د جمعې په ورځ اکتوبر شپږم ( تلې ۱۴) اسلام اباد کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال له دغه هیواد څخه د نومبر د راروانې میاشتې تر لومړۍ ورځې پورې د ۱.۷ میلیونو افغان کډوالو د ایستلو د پریکړې ملاتړ وکړاو ویې ویل، چې دا پریکړه یوازې د افغانانوپه اړه نه ده بلکې د ټولو هغو بهرنيو اتباعو په اړه ده چې په دغه هیواد کې د پاتې کیدو لپاره یې د ویزو موده پای ته رسیدلې او اعتباري اسناد ونلري.

میرمن بلوڅ وویل، چې د افغان کډوالو ایستل به په مرحلوي ډول ترسره شي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل چې دا پالیسي په ۱.۴ ملیون افغان کډالو نه تطبیقږي چې قانوني اسناد ورسره شته او د کالونو راپدیخوا پدې هیواد کې پراته دي.

ایراني چارواکي وايي، چې اوس مهال په دغه هیواد کې د افغان کډوالو شمیر شاوخوا پنځه میلیون کسانو ته رسیدلی دی.

د ملګروملتونو د راپور له مخې په پاکستان کې د ۱.۴میلیونو افغان کډوالو د اوسیدلو سربیره شاوخوا ۱.۷ میلیونه نور افغان کډوال هم په دغه هیواد کې د اوسیدانې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG