د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانۍ کلداره د ډالر مقابل کې په بیسارې ډول لویدلې


په پاکستان کې د کلدارې بیه د ډالر په مقابل کې په بیسارې ډول رالویدلې ده. د پاکستان حکومت وایي چې د نړیوال وجهي صندوق نه پور غواړي چې کمزورې اقتصاد وژغوري خو په پاکستان کې په یوه ورځ کې د ډالر په مقابل کې د کلدارې بیه د ١٢۴ نه ١٣٩ ته ورسیده.

د پاکستان حکومت وایي چې د نړیوال صندوق سره خبرې روانې دي او ځینې شرایط دې چې غواړي په هغې ورسره خبرې وشي.

د سه شنبې په ورځ د پاکستان د اسهامو بازار سخت بې ثباته و او لدې کبله د اقتصادي چارو کارپوهانو د پاکستان په حکومت ځینې انتقادونه کړیدي.

په واشنگټن کې د اقتصادي چارو کارپوه عزیر یونس امریکاغږ ته وویل چې پاکستان به یو څه وخت دغه مشکلات ولري" .په راتلونکې څه موده کې به د ډالر ارزښت لا نور لوړ شي او تیل به هم لا گران شي. پاکستان باید تیار وسي.

پاکستاني چارواکي وایي چې د پیسو نړیوال صندوق په شرایطو کې یې یو دا دی چې د تیلو، برق او گاز بیې دې نورې لوړي کړي.

XS
SM
MD
LG