د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د غذایي موادو بیه او د ګرانۍ کچه لوړه شوې

د پاکستان د احصایې اداره وایي په تیرې اونۍ کې د ګرانۍ کچه ۱.۳۵ فیصده لوړه شوه او پدې توګه پدې هیواد کې د ګرانۍ مجموعي کچه ۱۹.۵۳ فیصدو ته رسیدلې ده.

پاکستاني مقاماتو ویلي چې د جنورۍ په میاشت کې د ګرانۍ کچه ۱۲.۹۶ فیصده وه.

د ګرانۍ کچه پداسې حال کې لوړه شوې چې پاکستاني سوداګر د تیلو، غوړیو او وړو د بیو د لوړیدو خبر ورکوي.

د خیبرپښتونخوا ایالت یو پرچون پلورونکی خان بادشاه،‌ د امریکاغږ ته وویل چې پدې وروستیو کې د ۱۶ لیتره غوړیو بیه له ۵۰۰ روپيو څخه ۶۰۰ پاکستاني روپیو ته لوړه شوې ده.

ددې ایالت پرچون پلورونکي وایي چې د یو کیلو رومي بادنجانو بیه ۱۸۰ روپۍ او د یو کیلو بینډیو بیه ۳۵۰ روپیو ته رسیدلې ده.

د پاکستان د احصایي ادارې ویلي چې د داخلي عوایدو کموالی د غذایي موادو د نرخ د لوړیدو او د ګرانۍ سبب شوی دی.

دغه ادارې ویلي چې په دې هیواد کې د ګرانۍ کچه د تیر کال په جنورۍ میاشت کې ۵.۷ فیصده وه او د سږکال په جنورۍ کې دا ۱۳ فیصدو ته رسیدلې.

د پاکستان حکومت په نړیوالو بازارونو کې د بیو لوړیدل پدې هیواد کې د ګرانۍ د زیاتوالي دلیل ګڼلط دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG