د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري د دویم ځل لپاره د پاکستان جمهور رئیس وټاکل شو


په پاکستان کې قانون جوړونکو شنبه مارچ نهمه (کب ۱۹) د پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بهټو خاوند، آصف علي زرداري د دویم ځل لپاره د دې هیواد جمهور رئیس وټاکه.

د پاکستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې ۶۸ کلن زرداري په ملي اسامبلې او څلورو ایالتي اسامبلیو کې ۴۱۱ رایې تر لاسه کړلې پداسې حال کې چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند او متحدینو کاندید، محمود خان اڅکزي بیا یوازې ۱۸۱ رایې وګټلې.

آصف علي زرداري د شهباز شریف په مشرۍ د ائتلافي حکومت کاندید و چې د مسلم لیګ نواز، پاکستان پیپلز او نور واړه ګوندونه یې غړي دي.

زرداري د ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ کاله پورې هم چې د پاکستان د پیپلز ګوند حکومت و، د دې هیواد جمهور رئیس و او ټاکل شوې چې یکشنبه مارچ ۱۰ به د وفادارۍ لوړه وکړي.

د پاکستان د حکومت په یوې رسمي اعلامیې کې صدراعظم شهباز شریف، آصف علي زرداري ته د جمهور رئیس کیدو مبارکې ورکړې او دا یې هم ویلي چې د "فدراسیون د قوت نښه" به وي.

د شنبې ورځې تر رایي ګیرۍ وړاندې ، محمود خان اڅکزي د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون ته په یو لیک کې غوښتي و چې د جمهوري ریاست د مقام لپاره دې انتخابات تر هغه وخته وځنډول شي تر څو پورې چې د مرکزي پارلمان او ایالتي اسامبلیو تشې څوکۍ نه وې ډکې شوي.

محمود خان اڅکزي د ټاکنو د کمیسیون رئیس سکندر سلطان راجه ته په دې لیک کې لیکلي چې د مرکزي پارلمان او ایالتي اسامبلیو لپاره ځانګړې شوې څوکۍ لاهم تشې دي او که په نهم مارچ د جمهوري ریاست ټاکنې کیږي، نو دا په ځانګړو شویو څوکو د ټاکل کیدونکو غړو د اساسي قانوني حقونو څخه ‏سرغړونه ده. ‏

محمود خان اڅکزي ویلي چې، سني اتحاد کونسل په دغه اړه د پېښورعالي محکمې څخه هم د ټاکنو د ځنډیدو غوښتنه کړې ده.

خو د پاکستان د خلکو د ګوند "پیپلز ګوند" د سند ایالتي مشر نثار کهوړو ويلي، چې د محمود خان اڅکزي د ټاکنو د ځنډیدوغوښتنه سمه نه ده.‏

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG