د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له امریکا سره د افغانستان په اړه خپلو اړیکو ته خوشبین دی


د ٢٠١٧ کال په دسامبر کې پاکستان ته د امریکا د دفاع وزیر سفر
د ٢٠١٧ کال په دسامبر کې پاکستان ته د امریکا د دفاع وزیر سفر

د څو کالو راهیسې د امریکا له لورې پر پاکستان باندې له تور لگولو وروسته اوس داسې ښکاري چې د خبرو له لارې د افغانستان د جگړې د پای ته رسولو لپاره د دواړو هیوادونو پوځونه د ترهگرۍ په وړاندې په مبارزه کې همکاري کوي.

د امريکا د متحده ایالاتو او پاکستان پوځونو په خپلمنځي اړيکو کې مثبت بدلون تائید کړی او دواړو اړخونو د دوامداره تماس په ساتلو یې ټینگار کړی .

د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال اصف غفور د جمعې په ورځ امریکا غږ ته ویلي چې پاکستان په افغانستان کې امن غواړي او په دې اړه مرسته کوي.

ښاغلي غفور دا خبرې د امريکا د مرکزي قواو د قوماندان جنرال جوزوف ووټل د څرگندونو په غبرگون کې کړي چې وایي په افغانستان کې د تل پاتې سياسي جوړ جاړي لپاره د پاکستان مرستې ډیرې مهمې دي.

جنرال غفور ویلي دي چې د پوځونو ترمنځ تماس کیدای شي [د افغانستان د کړکیچ په اړوند] نورې مثبتې نتیجې هم ولري.

د امريکا د مرکزي قواو قوماندان جنرال ووټل په واشنګټن کې یوې غونډې ته ویلي و چې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره یې قوي اړیکې ساتلي دي.

جنرال ووټل همداشان ټینگار وکړ چې نور امریکایي چارواکي دې هم په اسلام آباد کې د خپلو پاکستاني سیلانو سره ارتباط ټینگ کړي، او دا مهمه ده چې خبرې وشي.

د امريکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د تیر اګست په میاشت کې د سويلي اسيا او افغانستان لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړه او ددې تگلارې له مخې یې په پاکستان باندې خپلې پوځي مرستې بندې کړې. ښاغلي ټرمپ ویلي دا مرستې به تر هغه بندې وي تر څو پاکستان د ټولو هغو ترهگرو پر وړاندې جدي اقدامات نه وي کړي چې په افغانستان او نورو سیمه ییزو هیوادونو باندې بریدونه کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو ددغې پالیسې په نتیجه کې د پاکستان سره اړیکې نورې هم خړې پړې شوې، خو پدې وروستیو کې داسې هڅې پیل شوي چې دغه اړیکې بیرته ورغول شي.

امريکا او افغانستان د اوږدې مودې راهیسې پاکستان پدې تورنوي چې په پخپله خاوره کې یې طالب مشرانو او حقاني شبکې ته پناه ورکړې چې دغې ډلې په پاکستان کې د خپلو امن ځایونو څخه پر افغانستان او په هغه هیواد کې پر میشتو امریکایي قواو بریدونه کوي. خو پاکستان دا ډول تورون تل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG