د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د افغانستان جګړه اوږده شوې خو پرمختګونه لري


لا معلومه نه ده چې ولسمشر ټرمپ په بلجیم کې له ولسمشر غني او اجرايي رئیس عبدالله سره هم لیدلي کنه
لا معلومه نه ده چې ولسمشر ټرمپ په بلجیم کې له ولسمشر غني او اجرايي رئیس عبدالله سره هم لیدلي کنه

ولسمشر ټرمپ د ناټو پر غړو فشار زیات کړی چې له دغه سازمان سره خپله مالي مرسته زیاته کړي.

ښاغلي ټرمپ له بلجیم څخه لندن ته تر روانېدو مخکې وویل چې په افغانستان کې جګړه اوږده شوې ده خو پرمختګونه هم شته دي. هغه دوه وارې دا خبره تکرار کړه چې د افغانستان جګړه اوږده شوې ده.

ښاغلي ټرمپ واک ته تر رسېدو مخکې د افغانستان جګړه بې مفهومه جګړه بللې وه. خو په ۲۰۷ کال د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره خپله تګلاره اعلان کړه چې په کې له پاکستان نه غوښتل شوي چې په خپلې خاورې کې د ترهرګرو مرکزونه وتړي.

ښاغلي ټرمپ د بلجیم په مرکز بروګسل د ناټو په سر مشریزه کې برخه واخیسته. ولسمشر ټرمپ له غړو هېوادونو یې غوښتي چې باید د خپل کلني عواید څلور سلنه په نظامي برخه ولګوي.

خو د ناټو مشران هڅه کوي دا فیصده دوه برابر زیاته کړي. ولسمشر ټرمپ به نن (پنجشنبه جولاۍ۱۲) پر دغو مشرانو ټینګار وکړي چې دا فیصده باید تر ۲۰۱۹ کال پورې زیاته شي. دا مهال د ناټو ډېر لګښت امریکا ورکوي چې ولسمشر ټرمپ دا کار بي انصافي بولي.

ولسمشر غني او اجرایي رئیس عبدالله هم د ناټو سرمشریزې ورغلي دي خو لا معلومه نه ده چې دوی به له ولسمشر ټرمپ سره هم وویني کنه.

ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې په افغانستان کې ډېر پرمختګونه شوي دي.​

د ناټو د مشرانو د نننۍ غونډې په اجنډا کې له افغانستان او افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته مهمه مسئله ده. اجرايي رئیس عبدالله په بروګسل کې افغان خبریالانو ته وویل چې د ناټو مشران به یو ساعت پر افغانستان بحث او خبرې کوي.

په دغې غونډې کې به ولسمشر غني د ناټو له مشر وینس ستولتنبرګ سره په ګډه غږیږي او ناټو به تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغان ځواکونو سره د مرستو ژمنې وکړي.

ناټو مشر ستولتنبرګ به د دغه سازمان له غړو وغواړي چې تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغان امنیتي ځواکونو سره پر مرستو موافقه وکړي. لا معلومه نه ده چې څومره مرستې به له افغانستان سره اعلان شي.

افغان حکومت نړیوالې ټولنې ته ژمنه ورکړې چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به د خپلو نظامي لګښتونو ډېره برخه په خپله برابروي. د ناټو مشرانو په یوې اعلامیې کې له افغانستان سره د خپلو همکاریو په روان ساتلو ټېنګار کړی او هلته یې د سولې د روانو هلو ځلو کلکه ننګه کړې ده.

ناټو له ۲۰۰۱ کال راهېسې په افغانستان کې دخیله ده چې له ترهګرۍ سره مبارزه او افغان حکومت سره مرسته وکړې. د دغې مبارزې مشري امریکايي ځواکونه کوي چې شاوخوا ۲۴۰۰ عسکر یې وژل شوي او زرګونه نور ژوبل دي.

د افغانستان جنګ د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږد جنګ بلل کیږي چې میلییاردونه ډالر لګښت پرې کیږي.

XS
SM
MD
LG