د لاس رسي وړ اتصالات

چوهدري: هیڅ هیواد نشي کولای مونږ د ترهگرو په ضد په نه اقدام کولو تورن کړي


په واشنگټن کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري
په واشنگټن کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري

په واشنگټن ډي سي کې د پاکستان سفیر ادعا کړې چې هیواد یې د سیمې د بل هر هیواد په پرتله د ترهگرو او سخت دریځو ډلو پر ضد زیات اقدامات کړي دي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري چې دیپلوماتیک ماموریت یې په ختمیدو دی ویلي "هیڅ هیواد باید پاکستان پدې تورن نه کړي چې د ترهگرو او افراطي ډلو پر ضد یې پوره اقدامات ندي کړي".

ښاغلي چوهدري وویل "که نن د القاعده په هکله څه نه اوری دلیل یې د امریکا سره د پاکستان همکاري ده، القاعده هغه سازمان دی چې پر امریکایې د سپتمبر د ١١ بریدونه وکړل. نو پدې خاطر فکر کوم چې هیڅ هیواد مونږ ته نشي ویلای چې پاکستان پوره اقدام ندی کړی. په حقیقت کې پاکستان تر ټولو زیات اقدامات کړي دي."

امریکایي ځانگړو ځواکونو د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن یوې پوځي اکاډمۍ ته نژدې د پاکستان په ایبټ آباد کې وواژه، پداسې حال کې چې پاکستاني مقاماتو په هغه هیواد کې د القاعده د مشر د شتون نه انکار کاوه.

جمهور رئیس دونالد ټرمپ کله چې د ٢٠١٧ کال په اگست کې د اسیا د جنوب او افغانستان لپاره خپله نوې پالیسي اعلانوله پاکستان ته یې خبرداری ورکړ چې که دا هیواد د ترهگرو او سخت دریځو ډلو د پټنځایونو پر ضد پوره اقدامات ونه کړي دې هیواد ته به د امریکا مرستې وځنډول شي.

ښاغلي ټرمپ خپل لومړنی ټویټري پیغام هم د پاکستان په هکله ولیکه او هغه کې یې پاکستان ته د امریکا د څو میلیارد ډالرو مرستو په برابرولو انتقاد وکړ، "متحده ایالاتو په تیرو ١٥ کالو کې پاکستان ته څه دپاسه ٣٣ میلیارده ډالر مرسته په احمقانه توگه برابره کړه او هغوی {پاکستاني مقاماتو} په بدل کې مونږ ته درواغ وویل او ویې غولولو او فکر یې وکړ چې زمونږ مشران احمقان دي. هغه هغو ترهگرو ته چې په افغانستان کې یې پر ضد مبارزه کوو، امنځایونه ورکوي. لدې وروسته نه."

بې بنسټه تورونه

خو د پاکستان سفیر ښاغلی چوهدري دا ډول تورونه ردوي او په پاکستان کې د افغان طالبانو د مشرانو اوسیدل بې بنسټه خبره گڼي "دا یوه کیسه ده چې وای شورا گانې په پاکستان کې دي، د کراچۍ شورا، د کویټې شورا او ټول دا شیان. په وار وار مو ویلي چې امنځایونه په پاکستان کې نشته".

امریکایي مقاماتو او افغان حکومت له اوږدې مودې راهیسې پاکستان پدې تورنوي چې ددې هیواد مقامات د ترهگرو او سخت دریځو ډلو پر ضد یو ډول اقدام نه کوي. خو پاکستاني مقاماتو دا ډوا ادعاوی رد کړې دي.

ښاغلی چوهدري ادعا کوي چې "پاکستان د حقاني شبکې او طالبانو باندې فضا تنگوي. زمون. پیغام هغوی ته خورا څرگند دی چې تاسې افغان یاست او له تاوتریخوالي نه لاس واخلئ او د افغانستان د یاسي پروسې سره یوځای شئ."

دغه پاکستانی دیپلومات وایي دا به له انصاف نه ډیره لرې وي چې پاکستان د افغانستان د ناکامۍ په خاطر مسؤل وگڼل شي.

د پاکستان د ادعاو سره سره چې وایي طالبان پدې هیواد کې پناه ځای نه لري، افغان مقاماتو په وار وار ویلي چې د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د مخکني مشر ملا محمد عمر مړینه او د هغه د ځای ناستي ملا اختر محمد منصور وژنه چې پاکستاني پاسپورت ورسره و، همداشان د کویټې د شورا، د پیښور د شورا شتون او په هغه هیواد کې د حقاني شبکې موجودیت ښیي چې سخت دریځه او ترهگرې ډلې د پاکستان په ځانگړې توه د هغه هیواد د استخباراتي شبکې آی اس آی له ملاتړ نه برخورداره دي.

XS
SM
MD
LG