د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان او میرمن یې په ۱۴ کاله بند محکوم شول


د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي د چهارشنبې په ورځ جنوري ۳۱ (سلواغې ۱۱) د فساد په یوه قضیه کې په ۱۴ کاله بند محکوم شول.

عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي، د عمران خان په واکمنۍ کې د سوغاتونو ترلاسه کولو په تړاو قضیه کې په فساد تورن شوي دي. له دې یوه ورځ وړاندې عمران خان د محرمو دولتي اسنادو د افشا کولو په قضیه کې په ۱۰ کاله بند محکوم شوی و.

عمران خان او مېرمن ته یې دا سزا په داسې حال کې ورکړل شوې چې په پاکستان کې عمومي ټاکنو ته یوه اونۍ پاتې ده او په دغو ټاکنو کې د هغه د تحریک انصاف ګوند ګډون محدود شوی دی.

د ګوند یو ویاند رسنیو ته وویل: "زموږ د قضايي سیستم په تاریخ کې یوه بله غمجنه ورځ ده، چې دغه سیستم له منځه وړل کیږي."

دا سمدلاسه څرګنده نه ده چې ایا د عمران خان د قید دا دوه سزاوې به په پرله پسې ډول او یا په ورته وخت کې پر مخ وړل کیږي.

عمران خان ته دغه سزا د اډیاله په زندان کې اورول شوې چیرې چې هغه په اګست میاشت کې د نیول کېدو راهیسې بندي دی. د هغه د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي هم د محرمو دولتي اسنادو د افشا کولو په قضیه کې په ۱۰ کاله بند محکوم شوی.

قریشي هم دا وخت په اډیاله زندان کې قید دی.

د عمران خان یو وکیل انتظار حسین پنجوتا وویل چې د عمران خان مېرمن چې د فساد په قضیه کې یې د پیل راهیسې نوم شامل و، خپل ځان امنیتي مقاماتو ته سپارلی دی.

بشرا بي بي څوک ده؟

بشرا بي بي په ۲۰۱۸ کې د عمران خان د صدراعظم کېدو څو میاشتې مخکې له هغه سره واده وکړ.

نوموړې مذهبي لارښوونکې ده او وروسته له هغه یې له عمران خان سره واده وکړه چې هغه ورڅخه مذهبي لارښوونه او مشوره وغوښته.

بشرا بي بي حجاب اغوندي او په عام محضر کې ډېره نه څرګندیږي.

ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ ۱۲۷ میلیونه پاکستانیان ددغه هېواد په ټاکنو کې برخه واخلي. که څه هم د عمران خان ګوند په دغو ټاکنو کې څنډې ته شوی، خو د انتخاباتي مبارزو او بحثونو په منځ کې ځای لري.

د سه شنبې په ورځ په بلوچستان کې د عمران خان د ګوند په یو لاریون کې په چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول.

عمران خان له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ پورې صدراعظم و، او د پوځ د ملاتړ د لاسه ورکولو وروسته د نه باور رایې په نتیجه کې له واک څخه ګوښه شو.

د اپوزیسیون د مشر په توګه هغه د لوړ پوړو چارواکو په وړاندې د بې ساري مخالفت کمپاین پیل کړی، او چارواکي یې تورن کړي چې د متحده ایالاتو په ملاتړ دسیسه کې یې هغه له واک څخه ګوښه کړی او د هغه د وژلو پلان یې جوړ کړی و چې له امله یې هغه په یو برید کې ټپي شوی و.

عمران خان د می په میاشت کې د لنډ وخت دپاره ونیول شو. حکومت د هغه د نیول کېدو په غبرګون کې رامنځته شوې له تاوتریخوالې ډکې مظاهرې پر تحریک انصاف د فشار د اچولو د توجیه کولو دپاره وکارولې چې په نتیجه کې یې د ګوند ډیر لوړ پوړي مشران تښتېدلي او یا په پټه کې ژوند کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG