د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون د عمران خان ګوند ته لارښونه کړې چې خپل مشر وټاکي


عکس ارشیف: د عمران خان د تحریک انصاف پاکستان ګوند یوه مظاهره
عکس ارشیف: د عمران خان د تحریک انصاف پاکستان ګوند یوه مظاهره

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندي دوهمه) د پخواني صدراعظم عمران خان ګوند ته لارښونه کړې چې د راتلونکي کال په عمومي انتخاباتو کې د خپلې رايې ورکولو د نښان د ساتلو لپاره د مشرتابه د ټاکلو انتخابات وکړي.

په ۲۰۲۲ کې له واکه د لیرې کیدو راهیسې، عمران خان په یو شمیر قانوني قضیو کې ګیر شوی دی چې د هغه په وینا د راتلونکې فبرورۍ په میاشت کې په ټاکنو کې د هغه د کاندیدیدو د مخنیوي لپاره ترتیب شوي دي.

په یوه وروستۍ پریکړه کې، د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د عمران خان ګوند ته امر کړی چې په ۲۰ ورځو کې دننه ګوندي ټاکنې وکړي ترڅو د کرکټ بیټ چې ددې ګوند اوږدمهاله انتخاباتي نښه ده، وساتي.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، په داسې یو هیواد کې چې د لویانو د سواد کچه پکې یوازې ۵۸ سلنه ده، ټاکنیز نښان خورا مهم دی.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون پریکړه کې ویل شوي، "په هغه صورت کې چې ځواب ورکوونکی ګوند د کمیسیون د لارښوونو سره سم په عمل کولو کې پاتې راشي او په ټاکل شويو ۲۰ ورځو کې د ګوند دننه ټاکنې ترسره نکړي... (دا ګوند) به د انتخابي نښان د ترلاسه کولو وړتیا ونه لري."

د پاکستان د انتخاباتو د قوانینو له مخې سیاسي ګوندونه په هرو پنځو کلونو کې د ګوندونو دننه انتخابات ترسره کوي.

د سویلي آسیا په دې هیواد پاکستان کې سیاستوال اکثرا په قانوني کړنو کې ښکیل دي چې د حقونو د څارونکو په وینا د ځواکمن پوځ لخوا تنظیم شوي؛ کوم چې د خپل تاریخ له نیمایي څخه ډیر وخت یې په مستقیم ډول په دې هیواد کې واکمني کړې او د لوی ځواک څخه برخورداره دي.

د ټولټاکنو نه مخکې، د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پراخې ځپنې په وړاندې مبارزه کوي، چې د ګوند مخکښ شخصیتونه یې یا زنداني شوي او یا د ګوند پریښودو ته اړ کړل شوي دي.

عمران خان چې د اګست له میاشتې راهیسې بندي دی، دا مهال د دولتي اسنادو د افشا کولو د تور په ګډون په څو قضیو کې محاکمې ته په توقیف کې انتظار باسي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند وکيلانو ويلي چې د اسلام اباد په يوه محکمه کې به دغه پرېکړه وننګوي.

ددې ګوند یو وکیل ګوهر خان په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل، "دا پریکړه ډیره خواشینوونکې ده او د عدالت د معیارونو سره برابره نده."

په پاکستان کې د اګست په نهمه نېټه د پارلمان له منحل کېدو راهیسې یو سرپرست حکومت چارې پرمخ بیایي.

عمران خان تیر کال له واک څخه د لیرې کیدو وروسته د ځواکمن پوځ په وړاندې د سرغړونې کمپاین پیل کړ او په نتیجه کې دغه هیواد د څو میاشتو راهیسې د سیاسي ګډوډیو سره مخ دی.

عمران خان ته د پوځ د شا کولو وروسته، پخوانی درې ځله صدراعظم نواز شریف تیره میاشت د جلاوطنۍ څخه بیرته هیواد ته ستون شو ترڅو د خپل ګوند پاکستان مسلم لیګ (نواز) مشري وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG