د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د طالبانو سره د اړیکو په خاطر د فشار سره مخ کیدی شي - راپور


سره لدې چې د نړي هیڅ یو هیواد تر اوسه طالبان په رسمیت ندي پیژندلی خو پاکستان د دې ډلې سره خپلې اړیکې تودې ساتلي.
سره لدې چې د نړي هیڅ یو هیواد تر اوسه طالبان په رسمیت ندي پیژندلی خو پاکستان د دې ډلې سره خپلې اړیکې تودې ساتلي.

پداسې حال کې چې څه باندې ۵ میاشتې کیږي طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلی او تر اوسه د نړۍ هیڅ یو کوم هیواد یا ادارې ددې ډلې حکومت په رسمیت ندی پیژندلی خو بلخوا بیا پاکستان د طالبانو سره اړیکې دومره تودې ساتلي چې ګڼ شمیر جګپوړو امنیتي چارواکو یې کابل ته سفرونه کړي.

پاکستان په نړیواله کچه هم د طالبانو لپاره د تعامل په لټه کې دی.

د نړیوال کړکیچ ډلې په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو سره د نږدې اړیکو له کبله پاکستان ښایي د لویدیځو هیوادونو د فشار سره مخ شي ځکه پاکستان تر اوسه پدې ندی توانیدلی طالبانو ته قناعت ورکړي چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

د غربي هیوادونو او په ځانګړې توګه د واشنګټن سره د پاکستان د اړیکو سوړوالی دې هیواد ته ګران تمامیږي ځکه چې پاکستان د نړیوال بانک او د پیسو د نړیول وجهي صندوق مالي مرستو ته د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره اړتیا لري او واشنګټن پدې ټولو مالي ادارو ډیر واک لري.

د طالبانو د واک ته رسیدو نه وروسته واشګټن د افغانستان د مرکزي بانک نږدې ۷ ملیارده شتمني کنګل کړله او د نړیوال بانک په ګډون نورو مالي مرسته کوونکو هم په افغانستان مرستې بندې کړلې.

په راپور کې ویل شوي چې اسلام آباد په افغانستان کې د اقتصادي او سیاسي بحران په هکله اندیښنه لري ځکه په افغانستان کې د اقتصادي سقوط له کبله به پاکستان هم ونشي کړي خپلې سوداګریزي اړیکې بیرته ورغوي.

پاکستان دا اندیښنه هم لري چې په ګاونډي هیواد کې د نا امنۍ له کبله به د پاکستاني طالبانو په ګډون هغه ډلې وکړی شي په آسانۍ پاکستان ته د ورانکارۍ لپاره واوړي چې اسلام آباد ادعا کوي په افغانستان کې پټ دي.

پاکستاني چارواکو د همدې اوونۍ په سر کې ادعا وکړله چې د وسله والو هغې ډلې چې د بلوچستان په ایالت کې یې په پوځي پوستو بریدونو کې ۷ سرتیري ووژل په افغانستان او هند کې د خپلو مشرانو سره غږیدل.

په لومړي سر کې داسې معلومیده چې طالبان پخپلو پالیسو کې پاکستان ته غوږ نیسي او له همدې کبله اسلام آباد مجبور شو په سرحد کې د تیریدو راتیریدو لپاره یې د طالبانو غوښتنې ومنلې او طالبانو د پاکستان په غوښتنه د پاکستاني طالبانو سره د خبرو منځګړتوب وکړ، خو د نړیوال کړکیچ په راپور کې ویل شوي دا چې د افغانستان طالبانو د پاکستاني طالبانو سره لا هم اړیکې ساتلي، دا کار د اسلام آباد لپاره یوه ستره اندیښنه ده.

خو په راپور کې ویل شوي چې ددې اختلافاتو سره سره به اسلام آباد د طالبانو سره راشه درشه وساتي ځکه پاکستان لا هم هیله لري طالبان به یې په افغانستان کې ګتې خوندي وساتي.

پدې راپور کې همدارنګه ویل شوي چې اسلام آباد به کوښښ کوي چې په طالبانو د لویدیځو هیوادونو بندیزونه لیرې شي او د دې ډلې سره د خپلو نږدې اړیکو څخه په ګټې اخیستو به هغوي ته قناعت ورکاندي چې د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.

XS
SM
MD
LG